بالاخره د ضيا مسعود د ګوښه کېدو راز افشا شو

 

 

تاند ته ځينو دولتي سرچينو ويلي دي چې د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړی مخکېنی استازی د پيسو د غلا په تور له دندې ګوښه کړل شوی دی.

سرچينه وايي، احمد ضيا مسعود فراه ته قطري شيخان بېولي وو، ځان يې ورته په حکومت کې د وروستۍ پرېکړې سړی معرفي کړی و او بيا يې ورڅخه پرېمانه پيسې تروړلې وې.

د سرچينې په خبره، ولسمشر چې په کيسه پوهېږي، نو له مخې سره احمد ضيا مسعود له دندې ګوښه کوي.

دا مهال احمد ضيا مسعود هڅې پيل کړې دي چې په يوه نه يوه توګه پر ولسمشر فشار راوړي چې يا له خپلې پرېکړې تېر شي، يا ده ته په حکومت کې کومه بله څوکۍ ورکړي.

پر احمد ضيا مسعود تر وړاندې د کابل په سمارټ سيټي کې هم د پرېمانه پيسو اخيستلو تور پورې وو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.