باجوه وايي، د کډوالو د وتلو په شرط د افغان طالبانو مرکزونه بندوي
تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو په شرط په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پناهځایونه بندوي.
باجوه د امریکا د قواوو د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال جوزیف ووټل سره په خبرو کې وویل «پاکستان په خپله خاوره کې د افغانان اتباعو د فعالیتونو په اړه د امریکا له اندېښنې پوره خبر دی او موږ د تروریستانو د ځپلو لپاره رد الفساد عملیاتو په وسیله ګڼ اقدامات کړي خو د هغو د پناهځایونو د له منځه وړلو لپاره د پاکستان لومړنی مخکې تر مخکې شرط دا دی چې ټول افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستول شي.»
باجوه همداراز وویل چې پاکستان په یو اړخیز ډول په پوله کې د تګ راتګ د مخنیوي لپاره تدابیر غوره کوي او که افغانستان احساس کوي چې د پاکستان له لوري ورته ستونزه ده، باید د پولې د مدیریت او کنټرول لپاره دوه اړخیز اقدامات د کابل اصلي لومړیتوب واوسي.
د پاکستان پوځ وايي چې جنرال ووټل د تروریزم پر ضد د پاکستان جګړه وستایله او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې اوسنۍ ستونزې موقتي وي.
نظرات بسته شده است.