اورزولا فن در لاین: په افغانستان کې به د جرمني پوځيانو شمېر زیات شي
دآزادی راډیو
د جرمني د دفاعه وزیره چې په دوه ورځني سفر افغانستان ته راغلې، تېره ورځ يې په بلخ ولایت کې ویلي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت پوځيان به د افغان دولت مخالفو وسلهوالو ته اجازه ورنهکړي چې افغانستان په خپلو امن پټنځایونو بدل کړي.
اورزولا فن در لاین دغه شان ویلي چې په افغانستان کې به د جرمني پوځيانو شمېر زیات شي.
د نوموړې په خبره تازه دم سرتېري به د نورو جرمني سرتېرو د امنیت د ټینګښت مسؤلیت ولري او افغان پوځ ته به سلا مشورې ورکوي.
د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د جرمني د دفاع وزیرې په وینا چې ډېر ژر به د هغه هېواد نوي پوځيان افغانستان ته راشي.
نوموړي زیاته کړه:
“د پوځيانو په ډېرولو بحث وشو، کومه لېدنه چې د المان د دفاعه وزیرې او د شاهین قول اردو قوماندان ترمنځ وشوه، په دې اړه کومې شمېرې وړاندې نهشوې خو دا وویل شول چې په بلخ کې به د الماني مشاورینو شمېر زیات شي او دا کار به په نېږدې ورځو کې وشي.”
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د جرمنې پارلمان هوکړه کړې چې په افغانستان کې به له ۹۸۰ نه د خپلو سرتېرو شمېر۱۳۰۰ ته زیات کړي.
یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي چې د جرمني دفاع وزیرې بلخ ته د خپل سفر پر مهال دا هم ویلي چې افغانستان تردې دمه دې ته چمتو نهدی چې امنیتي مسؤلیت په غاړه واخلي.
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش که څه هم د المان د دفاع د وزیرې د دې څرګندونو په وړاندې غبرګون نهښيي، خو وايي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په ځانګړي ډول د جرمني سرتېرو موجودیت د افغان ملي اردو د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې ډېر مهم دی.
د راپورونو پر اساس د المان د دفاع وزیرې خپلو سرتېرو ته دا هم ویلي چې په افغانستان کې دې د یو اوږد مهاله ماموریت لپاره تیاری ونیسي.
اغلې اورزولا فن در لاین په داسې حال کې په افغانستان کې د جرمني سرتېرو د زیاتېدو خبره کړې چې دا مهال د هېواد په یو شمېر سیمو کې د مخالفو وسلهوالو حملې د زیاتېدو په حال کې دي.
په افغانستان کې د المان پوځي ماموریت هر کال د هغه هېواد د فدرالي پارلمان له خوا تصویبېږي.
له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې چې په افغانستان کې د جرمني پوځيانو جګړهییز ماموریت پای ته رسېدلی، دا دوهم ځل دی چې پهدې هېواد کې د الماني پوځيانو شمېر زیاتېږي.
د یو شمېر افغان پوځي کارپوهانو په باور د بهرنیو ځواکونو زیاتېدل د افغانستان د امنیت له ښه کېدو سره مرسته کولای شي.
د افغانستان دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شیرمحمد کریمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د سرتېرو د ډېرېدو ترڅنګ د افغان دفاعي او هوايي ځواک د تجهیز برخې ته هم پام واړوي.
نوموړی وايي:
“په اوسنیو شرایطو کې موږ لا هم د نړیوالو ځواکونو مرستې ته اړتیا لرو، په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې او د هوايي ځواک د پیاوړتیا په برخه کې، دغه شان د اړتیا وړ ځایونو کې د توپ خانو ځای پرځای کول.”
ښاغلی کریمي دغه شان وايي؛ د بهرنیو په ځانګړي ډول د جرمني سرتېرو زیاتول په دې مانا نهدي چې د افغانستان ملي اردو د امنیت د ټینګښت وړتیا نهلري.
نوموړی ټینګار کوي چې د افغانستان وسلهوال پوځ باید په لا پرمختللو وسلو او جنګي الوتکو سمبال شي.
راپور: اکرامالله اکرام
نظرات بسته شده است.