انتخاباتو کمېسیون: د نوم لیکنې پر مرکزونو حملو په‌دغه بهیر اغېز نه‌دی کړی

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د تذکرو د ویش په مرکز او په یو شمېر ولایتونو کې د نوم لیکنې په مرکزونو حملې د نوم لیکنې په بهیر هېڅ اغېز نه دی کړی.

دا کمېسیون وايي چې په تېرو لسو ورځو کې درې لکه ۶۷ زره ۶۶۸ کسانو نوم لیکنه کړې چې دوه لکه ۷۷ زره ۳۱۴ یې نارینه، ۸۶ زره ښځې، ۶۳۵۰ یې کوچیان او درې اهل هنود دي.

د دغه کمېسیون غړي سید حفیظ‎الله هاشمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د نوم لیکنې بهیر چټک شوی دی.
دی وايي:

“سربېره پر دې چې د تذکرو د ویش په مرکز باندې حمله وشوه، په غور، بادغیس، بغلان او ننګرهار کې د نوم لیکنې په مرکزونو حملې وشوې، فکر کېده چې دغه بهیر به ټکنی شي، له نیکه‎مرغه خلکو وېره ونه‎کړه، خلک اوس هم په منظم ډول د نوم لیکنې مرکزونو ته ځي او د نوم لیکنې بهیر چټک شوی.”

د روان لمریز کال د حمل په ۲۵مه په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته د نوم لیکنې بهیر پیل شوی دی.

دا په‎داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د اصف مایل په ښوونځي کې د تذکرو د ویش په مرکز انتحاري حمله وشوه.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په‎دغه حمله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۹ تنه ووژل شول او ۱۲۰ نور ټپيان شول.

د دغې حملې مسؤلت داعش ډلې په غاړه اخېستی دی.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په غور، بادغیس، بغلان او ننګرهار ولایتونو کې د رأی ورکونې په مرکزونو حملې شوي چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

د افغانستان مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې عمومي غونډې ته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته د چمتوالي او څرنګوالي په هدف د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وربللي وو.

د دغه کمېسیون کمېشنر رفیع الله بیدار سناتوران ته وویل چې څو چنده د نوم لیکنې بهیر چټک شوی او انتخاباتو ته د چمتوالي بشپړ ډاډ ورکړ.

وروسته له هغې چې د رأی ورکونې د نوم لیکنې بهیر پيل شو، یو شمېر افغانانو د تذکرو په شاه د تخنیکي سټېکر نښولو اندېښمن کړل.

تېرو لسو ورځو کې درې لکه ۶۷ زره ۶۶۸ کسانو نوم لیکنه کړې.
د وحید‎الله او ګل رحیم په نومونو دوه تنه په‎دې اړه وايي:

“په تذکرو چې مهر لګول کېږي، په‎دې دې له سره غور وشي، د انتخاباتو کمېسیون دې خلک له دې ستونزې خلاص کړي، زه په باور سره ویلای شم چې ټول خلک به نوم لیکنه وکړي.

-زه د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی یم، ترننه طالبانو له چا تذکره نه غوښته، اوس طالبان په لارو کې ولاړ وي، دکاندار او هرڅوک چې بازار ته تللی وي، تذکرې یې ګوري او ورته وايي نوم لیکنه خو به دې نه وي کړې، خلک په ستونزو کې راګېر دي.”

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه اندېښنې له دوی سره شریکه شوې او یوې تخنیکي کمېټې ته یې دنده سپارلې، څو ورته د حل غوره او مناسبه لاره پيدا کړي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د میزان په ۲۸مه نېټه ترسره کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د نوم لیکنې بهیر او همدا شان د انتخاباتو ته یې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي دي.

راپور: رحمت‎الله افغان

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.