انتخاباتو کمېسیون: انتخابات د ۱۳۹۷کال د سرطان په ۱۶مه نهشي کېدای
دآزادی راډیو
په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات به خپل په ټاکلي وخت ترسره شي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه انتخابات د ۱۳۹۷ کال د سرطان په ۱۶مه نېټه نهشي ترسره کېدای.
د دغه کمېسیون مرستیال معاذالله دولتي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په احتمالي ډول راتلونکي انتخابات به له خپلې ټاکلې مودې نه په یوه میاشت ځنډ ترسره شي.
نوموړی وايي، دوی د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په نوي مهالویش کار پیل کړی دی.
ښاغلي دولتي زیاته کړه:
“طبیعي ده چې یوه اندازه وخت مو له لاسه ورکړی، ښايي نېټه متأثره شي، نو له همدې امله په نوې واقعي نېټې باندې کار روان دی چې ژر به له خلکو سره شریکه شي او په احتمالي ډول چې دوه یا یوه نیمه میاشت به وځنډېږي.”
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د بایومټریک بهیر جنجالي کېدل، په حکومت کې بېروکراسي، د نوم لیکنې په بهیر او د دغه کمېسیون د یو غړي په انتخاب کې ځنډ یاد کړل، په خپلو وخت د انتخاباتو د نه تر سره کېدو عمده لاملونه ګني.
ښاغلی دولتي زیاتوي، ناامني د انتخاباتو په وړاندې تر ټولو لویه ننګونه ده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې یوه ورځ وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا د ۱۶مې دورې د اتم کال د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې په ټاکلي وخت د جمهوري ریاست او د ولسي جرګې انتخابات ترسره کېدل یو حتمي او نه په شاه کېدونکی امر دی.
د نوموړي په خبره حکومت د راتلونکو انتخاباتو د بودجې د برابرولو او د امنیت ټینګښت ته لپاره چمتو دی.
له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو نېټه د ۱۳۹۷ کال د سرطان ۱۶ مه ټاکلې وه.
په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار بنسټونه له هغې ډلې فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو مؤسسه وايي، د راتلونکو انتخاباتو ځنډ به نور سیاسي کرکېچونه رامنځته کړي.
د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
“هیله ده چې نوې نېټه هم بدله نهشي، دوهم دا چې باید له انتخاباتو مخکې کارونه عملي شي، موږ دې ته اندېښمن یو چې کارونه په میز پاتې نهشي او درېیم دا چې یو باور رامنځ ته کړو، ځکه سیاستوال او ټولنه په انتخاباتو بې باوره شوې دي.”
ښاغلی رشید وايي، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو ځنډ به د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه هم اغېزمنه کړي.
نوموړی ټینګار کوي چې کمېسیون باید د کوچنیو مسایلو پر ځای د انتخاباتو د ترسره کېدو په هدف د سترو او مهمو پلانونو جوړولو ته پام واړوي.
راپور: رحمتالله افغان
نظرات بسته شده است.