امریکا غواړي، پاکستان د تروریستانو د مالي ملاتړ کوونکو په لیست کې شامل کړي

 

تاند- امریکا پرېکړه کړې چې پاکستان د نړیوالو تروریستانو د مالي ملاتړ کوونکو په لیست کې شامل کړي.

رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي په قول وویل، متحد ایالتونه همداراز غواړي چې پاکستان د پیسو مینځلو پر ضد د څارل کېدونکو هیوادونو په لیست کې هم شامل کړي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې هلې ځلې کوي چې په دغو لیستونو کې شامل نه شي.

پاکستاني چارواکي اندېښنه لري چې که په دغو لیستونو کې یې هیواد شامل شي، اقتصاد به یې زیانمن شي.

د رویټرز خبري اژانس پر اساس، د FATE په نوم د بین الحکومتي ادارې په لیست کې د پاکستان شمولیت به د دغه هیواد اقتصاد سخت زیانمن کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو د پاکستان په خاوره کې د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو د پناهځایونو په خاطر تېره میاشت دغه هیواد ته نژدې ۲ ملیارده پوځي مرسته وځنډوله.

پاکستان، چې په افغانستان او هند کې د سختدریځو ملاتړ ردوي، د امریکا د مرستو د ځنډېدو په وړاندې توند عکس العمل وښود او د ځوابي اقداماتو خبرداری یې ورکړ.

لوېدیځو دیپلوماتانو او پاکستاني چارواکو ویلي چې که په دغه لیست کې پاکستان شامل شو، په دې هیواد کې به د بهرنیو پانګوالو او کمپنیو پانګونه سخته شي.

د پاکستان د تروریستي ضد ادارې یوه پخواني رييس خواجه خالد فاروق ویلي، که پاکستان د تروریزم د څارنې په لیست کې شامل شو، د پاکستان د څارنې لار به لا ډېره هواره شي.

د فاروق په وینا دا به د پاکستان اقتصاد ته سخت تاوان واړوي.

امریکا ګواښ کړی چې د پاکستان پر ضد به سخت دریځ خپل کړي ځکه چې د امریکا په وینا پاکستان د سختدریځو ملاتړ کوي.

ټاکل شوې ده چې د ایف اې ټي ایف ادارې غړي هیوادونه راتلونکې اوونۍ په پاریس کې غونډه وکړي. په دې غونډه کې به دا طرحه تصویب شي چې پاکستان د تروریزم د تمویل پر ضد په مبارزه کې همکاري نه ده کړې او باید د نه همکاري کوونکو په لیست کې شامل شي.

دا اداره، چې مرکزي دفتر یې په پاریس کې دی، د غیرقانوني تمویل پر ضد د مبارزې لپاره نړیوال معیارونه په ګوته کوي.

د پاکستان د صدراعظم د مالي، عوایدو او اقتصادي چارو سلاکار مفتاح اسماعیل رویټرز خبري اژانس ته ویلي، امریکا او بریتانیا تېره اوونۍ دا طرحه وړاندې کړه او وروسته یې فرانسه او جرمني وهڅول چې د هغې ملاتړ وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.