امریکا: خليلزاد او طالبان د خبرو لپاره نور وخت ته اړتيا لري

 

کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٧): د امريکا د دفاع وزير وايي چې د افغان سولې په تړاو خليلزاد او طالبانو ته بايد نور وخت ورکړل شي.

د امريکا سرپرست دفاع وزير پيټريک شاناهان دغه څرګندونې تېره ورځ په واشنګټن کې له خبريالانو سره په خبرو کړې دي.

نوموړي په افغانستان کې د امريکا او متحدینو ځواکونو د هغو هڅو ستاينه کړې چې د دغه هېواد د ثبات لپاره يې ترسره کوي.

هغه د افغان سولې په تړاو د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د وروستيو هڅو په اړه وايي چې دا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په مشرۍ او نوښت روانې دي او دوى يې ملاتړ کوي.

نوموړي د خليلزاد او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه زياتوي چې دا هيله بښونکې دي خو وايي چې يوې پرېکړې ته د رسېدلو لپاره نور وخت ته اړتيا ده.

شاناهان وايي: ((اوس بايد خليلزاد ته نور وخت ورکړل شي، څو کومې خبرې يې چې کړې، په کې پرمختګونه وکړي، زه نه وايم چې په دې خبرو کې کومه جادويي پرمختګونه کېږي، خو هر څه وخت ته اړتيا لري.))

د يادونې ده، خليلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر شپږو ورځو خبرو وروسته کابل ته راغلى او دلته يې له افغان حکومتي چارواکو او سياسيونو سره سلا مشورې پيل کړې دي.

خليلزاد ويلي چې له طالبانو سره يې د ځواکونو پر وتلو او د طالبانو له خوا د نه تهديد پر ضمانت خبرې کړې او پرمختګونه يې هم کړې دي خو کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.