امریکا ته د طالبانو لیک؛ تاسې ووځئ، مونږ خپلو کې جوړېږو

 

تاند(سه شنبه، د دلوې ۲۸) طالبانو امریکایي ولس ته د یو پرانیستي لیک په ترڅ کې ویلي، دا د هر ولس هیله ده چې د خپلو اصولو او ارزښتونو له مخې، د هر ډول ګواښ، یرغل او ویرې پرته ژوند وکړي.

په لیک کې وړاندې راغلي، چې تېر نولس کلن جریان ثابته کړه چې د افغانستان موضوع د زور او ځواک د استعمال، او پوځي ستراتيژیو او جنرالانو د بدلون په وسیله نه حل کېږي.

لیک وړاندې کاږي، دې جګړې نه یوازې افغانان له بحران سره مخ کړي بلکې امریکا ته یې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

طالبانو ادعا کړې ده چې دوی مذاکرات د ټولو اصولو مطابق مخته وړي دي او غوښتنه یې دا ده چې امریکایي او ټول بهرني سرتېري باید له افغانستان څخه ووځي.

طالبانو ډاډ څرګند کړی دی چې افغانان په خپل منځ کې دایمي سولې او امنیت ته د بین الافغاني تفاهم له لارې رسېدلی شي.

طالبان داسې مهال امریکا ته لیک لیږي چې نن واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې په افغانستان کې د امریکا ماموریت او د سولې بهیر ته کتنه کړې وه.

سرچینې ویلي، امریکا په افغانستان کې له تېروتنو ډک ماموریت ترسره کړی دی خو تر ټولو ستره تېروتنه به یې له افغانستان د سرتېرو ایستل وي.

ورځپاڼې زیاته کړې تر هغه د سولې خبرې نه بریالۍ کېږي څو چې نظامي فشار موجود نه وي او دواړه خواوې سولې ته نه وي هڅول شوې.

سرچینې همدا راز زیاته کړې، د سولې پر هوکړه د امریکا یو اړخیز عمل هغه څه دي چې افغانستان د جګړو پر ډګر بدلولی شي.

په مقاله کې لیکل شوي، شواهد ښيي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او خپلو جګړو ته یې ادامه ورکړې ده، له القاعده شبکې سره یې اړیکې نه دي پرېکړې نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې په دقیقه توګه د سرتېرو وتل او د سولې هوکړه و ارزوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.