امریکا او بریتانیا: طالبانو په کندهار کې جنګي جنايت کړى

 

تاند (دوشنبه، اسد ١١) – په افغانستان کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو د يوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، وسله والو طالبانو د کندهار په سپين بولدک کې د غچ اخیستنې په لړ کې لسګونه ملکي وګړي وژلي او دا عمل ټولوژنه او جنګي جنايت بلل کېږي.

اعلامیه کې راغلي: “طالبانو په سپین بولدک د غچ اخیستنې په لړ کې په لسګونه ملکي کسان وژلي دي. دغه ټولوژني، جنګي جنایت ګڼل کېږي. دغه پېښې باید وڅېړل شي او په دې سیمه کې مسوول طالب جنګیالي او قوماندانان به یې په اړه ځواب ویونکي وي. د بریتانیا او متحده ایالاتو سفارتونه په افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتونکي دي. د طالبانو مشرتابه باید د خپلو جنګي جنایاتو په تړاو مسوول او ځواب ووايي.”

دغو سفارتونو په خپره کړې اعلامیه کې طالبانو ته په خطاب کې وویل:” که اوسمهال نه شئ کولی، خپل جنګیالي کنټرول کړئ، نو په راتلونکي کې د حکومتولي لپاره کومه لاره چاره نه لرئ.”

ياد سفارتونه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په افغانستان کې د جګړې له امله د ملکي تلفاتو ۸۰ سلنه زیاتوالي اندېښنې رامنځته کړي دي.

دغه کمېسیون په خپل راپور کې وایي، د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۷۷ کسان وژل شوي او ۳۶۴۴ نور ټپیان شوي، خو راپور کې راغلي چې د مرګ ژوبلې شمېر بیا د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۲۱۳ تنو ته رسېده.

د دغه کمېسیون ویاند او د نشراتو رییس ذبیح الله فرهنګ وایي، په وروستیو میاشتو کې د جګړې زیاتوالي ته په پام سره د ملکي تلفاتو د زیاتیدو احتمال هم شته.

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون په وینا ډېری تلفات په ځانمرګي بریدونو، موټر بم چاودنو، د سړک غاړې ماین چاودنو، هدفي وژنو، راکټي بریدونو او هوایي او ځمکني بریدونو کې دي.

دغه کمېسیون په سلو کې د ۵۶ سلنه وژنو پړه پر طالبانو، ۲۲ سلنه پر نامعلومو وسله والو او د ۱۵ سلنو پړه پر افغان ځواکونو اچوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.