امریکايي او پاکستاني چارواکي د افغانستان پر امنیتي وضعیت غږېدلي

 

تاند(سه‌شنبه، اسد١٩) – د امریکا د دفاع وزارت وياند جان کربي وايي، دفاع وزیر لوېډ اشټن په يوه ټيليفوني تماس کې د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال قمر باجوه سره د افغانستان په روان وضعیت، سيمه‌ييزو امنیتي مسایلو او پر دوه اړخیزو دفاعي اړیکو خبرې اترې کړي دي.

کربي وویل: “د دفاع وزير اشټن او جنرال باجوه د افغانستان په روان وضعیت، د سيمې امنیت، ثبات او پر دوه اړخیزو دفاعي اړيکو خبرې وکړې.”

له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو په وتو سره وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړى دى او د شپږو ولایتونو مرکزونه يې نيولي دي.

د طالبانو د بريدونو له زیاتېدو سره هممهاله امريکايي ځواکونو د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بريدونه هم پيل کړي.

افغان حکومت تل پاکستان تورن کړى چې له خاورې يې طالب جنګیالي افغانستان ته رااوړي او دغه راز هلته يې ورته خوندي ځايونه او د درملنې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د امریکا د دفاع وزير داسې مهال د پاکستان له لوى درستيز سره پر افغانستان غږېدلى چې اوسمهال د افغانستان په لويديځ او شمال کې د وسله والو طالبانو له لوري د شپږو ولایتونو مرکزونه سقوط شوي خو افغان ځواکونه بيا د وضعیت د کنټرول ډاډ ورکوي.

په ورته مهال د ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابلو بریدونو او نښتو کې ۳۶۱ طالبان وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپيان دي.

په شمال کې د سختو جګړو دوام؛ د شاهين قول اردو قوماندان تبدیل شو

دغه وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه طالبان د ننګرهار، کونړ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، کندهار، سرپل، هلمند، تخار، کندوز او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

خبرپاڼه زياتوي، د دغو پېښو په نتیجه کې یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.