افغان کډوال د مرستو پر کمښت سربېره هېواد ته ستنېدو ته لېواله دي

 

دآزادی راډیو

په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې چارواکي وايي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د نغدي مرستو پر کمښت سربېره خپل هېواد ته ستنېدو ته لېواله دي او هره ورځ سلګونه کسان په خپله خوښه هېواد ته ستنېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې «UNHCR» له پاکستانه افغانستان ته په خپله خوښه له بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو سره د تېر کال په پرتله نغدي مرسته ۵۰ فیصده کمه کړې او اوس د ۴۰۰ ډالرو پر ځای هر یوه ستنېدونکي کډوال ته ۲۰۰ ډالر مرسته ورکوي.

خو په پېښور کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي وايي چې افغان کډوال د نغدي مرستو پر کمښت سربېره هېواد ته په خپله خوښه بېرته تګ ته لېواله دي او هره ورځ سلګونه کسان هېواد ته ستنېږي.

ښاغلي جلیلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د تېر ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې د افغاان کډوالو په بېرته ستنېدا کې تېزوالی راغلی او زیاتوي چې ښايي سږ کال هم د تېر کال په څېر لکونه کډوال هېواد ته ستانه شي
نوموړی وايي چې د روان کال د اپرېل له میاشتې راهیسې په خپله خوښه افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ پیل شوې چې په ترڅ کې یې هره ورځ لسګونه کورنۍ خپل هېواد ته ځي.

د افغان کډوالو د اتشې مشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له‌خوا په خپله خوښه له بېرته ستنېدونکو کډوالو سره د نغدي مرستو کمښت به د کډوالو د بېرته ستنېدو پر بهر اغېز وغورځوي، وايي:

“د نغدي مرستو د کموالي سربېره هم زموږ افغان کډوال دې ته لېواله دي چې هغوی افغانستان ته ستانه شي او ان‌شاءالله د تېر کال په شان به سږ کال هم دا بهیر روان وي او د هغې څه مختلف علتونه وي، یو دا چې سیاسي کشمکش د مهاجرینو په حالاتو او کیفیاتو باندې اثر کوي، تېر کال چې کوم ازار او اذیت مهاجرینو ته ورسېد، نو د مهاجرینو په اذهانو کې یې یو ډول ناامیدي پیدا کړې ده، همدارنګه د تورخم او چمن بارډر د تړلو هغه علتونه دي چې مهاجر دې تصمیم ته رسېدلي چې باید افغانستان ته لاړ شي.”

دا چې له پاکستانه په خپله خوښه له بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو سره د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې «UNHCR» مرستې ولې کمې شوي، ښاغلی جلیلي یې په اړه وايي:

“کومه سه جانبه غونډه چې زموږ په اسلام‌اباد کې د فبرورۍ په ۱۵ مه نېټه باندې وشوله، نو په هغې کې د څلور سوه او دوه سوه ډالرو موضوع وه، د پاکستان او افغانستان حکومت دواړو په دې باندې ټینګار کاوه چې باید څلور سوه ډالر في مهاجر ته ورکړل شي، لیکن د «یو. اېن. اېچ. سي. آر» ادارې د فنډ د کمبود له وجې د دې نه معذرت وغوښت، لیکن بیا یې د مارچ میاشت موږ نه وخت وغوښت چې تر څو وکولای شي له ډونرانو سره تماس ونیسي او فنډ جذب کړي، لیکن د بده مرغه فنډ په هغه اندازه باندې پیدا نه‌شو.”
په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر همدا شان په پاکستان کې پر مېشتو افغان کډوالو غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو د ادارې له نغدي مرستو دې ګټه پورته کړي او خپل هېواد ته دې ستانه شي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د چارواکو د وینا له مخې، دا مهال په پاکستان کې تر یو میلیون زیات راجسټر افغان کډوال مېشت دي چې د «یو. اېن. اېچ. سي. آر»، پاکستان او افغانستان د درې اړخیز تفاهم له مخې ورته د روان کال تر پایه پورې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي دي.

راپور: ذبیح مومند

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.