افغان ژورنالیست اکبر ایازي وفات شو

 

تاند- مشهور افغان ژورنالیست اکبر ایازي تېره شپه (یکشنبه) له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته په امریکا کې وفات شو.

اکبر ایازي په اتیایمه لسیزه کې په امریکا ږغ کې ژورنالیستي فعالیت پیل کړ، په ۲۰۰۵ م کال چک جمهوریت ته لاړ او ۱۰ کاله یې د ازادي راډیو د مشر او یوه موده هم د جنوبي او مرکزي اسیا د څانګو د ريیس په توګه کار وکړ.

په ۲۰۱۵م کال بېرته امریکا ته لاړ او د دې راډیو د جنوبي او مرکزي اسیا سیمه ییز مشر شو.

ده په امریکا او ازادي راډیوګانو کې تر کارکولو او امریکا ته تر مهاجرېدو مخکې د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې هم د لنډ وخت لپاره د ویاند په توګه کار کړی و.

اکبر ایازي په ۱۹۷۶ م کال په کندهار کې زېږېدلی، د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له لوستلو وروسته یې د ډیلي له نهرو پوهنتون څخه په تخنیکي مدیریت دیپلوم اخیستی او په ۱۹۸۰ م کال امریکا ته مهاجر شوی و.

اکبر ایازي په امریکا ږغ کې د جنوبي او مرکزي اسیا د څانګو د عمومي ریاست په موده کې د برما د روهینګیايي مسلمانانو په ژبه خپرونې پیل کړې همداراز د ده په هڅه د ازادې اروپا په خپرونو کې د مشال په نوم پښتو راډیو ایجاد شوه.

د اکبر ایازي کورنۍ وايي چې نوموړي له نژدې دوو کلونو راهیسې د سږې سرطان درلود.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.