افغان حکومت یوه پنځه کسیزه انسان تښتوونکې ډله اعدام کړه
دآزادی راډیو
افغان حکومت یوه پنځه کسیزه انسان تښتوونکې ډله اعدام کړه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پر دغه کسانو د اعدام حکم د درې ګونو محکمو له پرېکړې او د جمهور رئیس له توشیح وروسته عملي شو.
د چهارشنبې«۱۳۹۶کال لېندۍ۰۸» سهار وختي د پلچرخي په زندان کې د هرات د ولایتي شورا د یوه پخواني غړي په ګډون پنځه تنه د سړي تښتونې په جرم په دار وځړول شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه پنځه اعدام شوي کسان د انسان تښتونې او په هرات کې د یو خصوصي شرکت د مرستیال محمد شاه ایماق په وژنه تورن وو.
د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
“د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی حاجی عسکر د محمد انور زوی، زلمی د عبدالغني زوی، عبدالظاهر د محمد یوسف، فایق د یار محمد زوی او تیمورشاه د حاجي عبدالله زوی چې ټول د یوه بانډ غړي وه په دار وځړول شول.”
د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی محمد عسکر انوري شااوخوا یو کال وړاندې د ملي امنیت له لورې د یوه کس د برمته کېدو په تور چې وروسته ووژل شو ونیول شو.
اختطاف او قتل د افغان سوداګرو او پانګوالو له لویو ستونزو څخه هم ګڼل کېږي.
سوداګرۍ خونه: روان کال ۳۰ تنه سوداګر قتل او اختطاف شوي
د افغانستان په بېلابېلو سیمو او بیا په ځانګړي توګه په کابل کې خلک د اختطاف او د قتل د پیښو شاهدان دي او په اکثرو مواردو کې سړي تښتونکي د پیسو د لاسته راوړلو په مقابل کې د ځینو سوداګرو او پانګوالو د کورني غړي برمته کوي.
نظرات بسته شده است.