افغان حکومت د اسلم فاروقي د ورسپارلو په اړه د پاکستان غوښتنه رد کړه

دآزادی راډیو

افغان حکومت د پاکستان هغه غوښتنه رد کړه چې وايي د اسلامي دولت داعش سخت دريځې ډلې د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي دې دغه هېواد ته وسپاري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې د جمعې په ماښام «۱۳۹۹ کال د وري ۲۲» خپره شوه، ویلي چې د پاکستان هغه غوښتنه‌یې ترلاسه کړې چې اسلم فاروقي دې دغه هېواد ته وسپارل شي.
(۴/۳) تروریزم ضد مبارزې ټولو تعهداتو ته ژمن ده.
له هغه ځایه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د متهمینو او مجرمینو د استرداد تړون نه دې موجود، اسلم فاروقی سره به د افغانستان د قوانینو پر بنسټ چلند وسي.
(۴/۴) دواړه هیوادونه کولای سي چې د افغانستان او پاکستان د سولې او سوکالی د عمل د مشترک پلان (APAPPS) په چوکاټ کې د هغو اطلاعاتو د تبادلې په برخه کې مشترکې هڅې وکړي چې د تروریزم سره د مبارزې په لار کې مرسته وکړای سي.https://go.mfa.af/pr-1733

د پاکستان لخوا د اسلم فاروقی د غوښتنې په هکله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه – د افغانستان…
کابل – د پاکستان دولت هغه یاداشت چې په هغه کې یې د اسلم فاروقی د ورتسلیمولو غوښتنه کړې ده د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ترلاسه کړ. اسلم فاروقی د داعش ډلې هغه مشر ده چې په افغانستان کې یې ډیر جنا…
په اعلامیه کې راغلي چې اسلم فاروقي د داعش ډلې هغه مشر دی چې په افغانستان کې يې ډېر جنایتونه کړي او ورباندې د ګڼو داسې حملو د مشرتابه تور دی چې په نتيجه کې يې افغان ملکیانو او سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس ادعا کوي چې اسلم فاروقي د پاکستان له استخباراتي ادارې سره مستقیمې اړیکې لري.
رحمت‌الله نبیل له ازادي راډيو سره د جمعې په ورځ په خبرو کې وویل: “د پاکستان نظامیانو او «ای‌اېس‌ای» تل په افغانستان کې د خپلو نیابتي جګړه کوونکو ملاتړ کړی. اسلم فاروقي او اته نور نیول شوي ملګري يې هم ځيني پاکستانیان دي یا د نورو هېوادونو دي. دوی تل په افغانستان کې مداخله کړې او دا کس اسلم فاروقي له «ای‌اېس‌ای» سره مستقیم روابط لري. پخوا چې زه په امنیت ملي کې وم، دی په پاکستان کې له لشکر طیبه او وروسته له تحریک طالبان پاکستان سره وو او له «ای‌اېس‌ای» سره‌یې اړیکې لرلې.”

دا وروسته له هغه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د اپرېل په نهمه نېټه په یوه اعلامیه کې وویل چې په دې هېواد کې يې د افغانستان سفير عاطف مشعل ورغوښتی او ورته ویلي يې دي چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې یو مهم مشر اسلم فاروقي باید د نورو تحقیقاتو لپاره پاکستان ته وسپارل شي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې افغانستان له پاکستان سره د مجرمینو او تورنو کسانو د استرداد تړون نه‌لري، نو له فاروقي سره به د افغانستان د قوانینو له مخې چلند کېږي.

د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان د ترورېستانو ترمنځ توپیر نه‌کوي، له ټولو سره یو ډول چلند کوي او دغه هېواد د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې ژمن دی.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې، اسلم فاروقي د تېرې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال ۱۶» په کندهار کې نیولی وو.

وروسته له هغه چې اسلم فاروقي ونیول شو، د بشري حقونو نړیوالې ادارې له افغان حکومته وغوښتل، فاروقي چې ورباندي په افغانستان کې پر ملکیانو د حملو تور دی، د جنګي جنایت په تور په عادلانه توګه محاکمه کړي.

د بشر حقونو څار نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ د اپرېل په شپږمه نېټه په یوه اعلامیه کې همداراز زیاته کړې چې د محکمې پر مهال باید د دغو حملو قربانیان حاضر وي او شهادت ورکړي.

د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي خپل نوم عبدالله اورکزی دی. دی د پاکستان تبعه دی. فاروقي په پېښور ښار کې د داعش سخت دريځې ډلې نظامي مسئول او په خېبر پښتونخوا سیمه کې د عملیاتو مسؤل وو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په وینا اسلم فاروقي وروسته له هغه چې ابوسعید باجوړی ووژل شو، په افغانستان کې د داعش ډلې تش په نوم والي په توګه وټاکل شو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې فاروقي په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالي کې د داعش جګړه‌مارانو قوماندان وو.
داعش ډلې پر افغان ملکیانو د ګڼو حملو مسئولیت منلی او د مارچ په ۲۵مه نېټه‌یې په کابل کې پر سېکهانو د خونړۍ حملې مسؤلیت هم ومانه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.