افغان حکومت، په وسلهوالو حملو کې د وژل شویو ملکيانو او سرتېرو غچ اخلي
دآزادی راډیو
افغان حکومت وايي چې د تېرې یوې اوونۍ په وسلهوالو حملو کې د وژل شویو ملکي وګړو او سرتېرو غچ به واخلي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد ملي دفاعي ځواکونه غچ اخیستو ته چمتو دي.
تېره یوه اوونۍ د افغان ځواکونو او ملکي وګړو لپاره خونړۍ وه.
د تېرې دوشنبې په ورځ وسلهوالو طالبانو د کندهار ولایت په شاهولي کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوسته حمله وکړه او لږ تر لږه ۳۰ سرتېري یې ووژل، دوه ورځې وروستهیې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې په یوه حمله کې د ملي اردو ۱۳ سرتېري ووژل او په همدې ورځیې په په شاهولي کوټ ولسوالۍ کې بیا د ملي اردو پر یوه مرکز د برید پر مهال ۱۵ افغان سرتېري ووژل.
همداراز د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ ۱۸ کسان چې اکثر ملکي وګړي وو، په خوست ولایت کې په یو انتحاري موټر بم حمله کې چې مسؤلیتیې طالبانو ومانه ووژل شول او په همدې ورځ ناوخته د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په سیوري سیمه کې یوه سیمهییز پولیس چې د چارواکو په وینا د وسلهوالو طالبانو نفوذي کس وو، له خپلو ملګرو سره خیانت وکړ او شپږ تنهیې ووژل.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال ازادي راډیو ته وویل، افغان ځواکونه به د ملکي وګړو او خپلو پوځي ملګرو غچ له هغو وسلهوالو واخلي چې د سولې غږ ته په تشدد ځواب وایي.
ښاغلي مینهپال زیاته کړه:
“د افغانستان د خلکو دښمنان باید په دې پوه شي چې د افغان حکومت او د افغانستان د خلکو د سولې غږ ته په انفجار او انتحار ځواب وايي او لا هم د افغانستان د خلکو وژنې ته دوام ورکوي. موږ به د خپلو خلکو غچ واخلو او د افغانستان امنیتي، دفاعي ځواکونه د دې کار لپاره پوره تیاری لري.”
ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ د روژې په مناسبت په یوه پیغام کې یو ځل بیا له وسلهوالو مخالفینو وغوښتل چې له تشدده لاس واخلي او سوله وکړي.
همداراز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما د افغانستان د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې روژې ته د درناوي لپاره جګړې ودروي.
نظرات بسته شده است.