افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۵ زره ته ورسېد

دآزادی راډیو

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر نږدې پنځه زره کسانو ته رسېدلی دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن په یوه خبري کنفرانس کې د کرونا ویروس په اړه تازه جزئیات بیان کړل.

هغه زیاته کړه: “په ټول افغانستان کې تېر ۲۴ ساعته ۷۴۱ مشکوک سمپل معاینه شوي چې ۲۸۱ واقعات‌یې مثبت و. پنځه تنه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له لاسه مړه شوي او ۳۶ تنه روغ شوي. په مجموعي کې موږ ۴،۹۶۳ کسان تر اوسه په افغانستان کې په کرونا اخته دي چې له ډلې یې ۱۲۷ کسان مړه دي او ۶۱۰ کسان بېرته روغ شوي.”

ښاغلي مجروح خبرداری ورکړ چې که خلک غفلت وکړي او روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه‌نیسي ښایي د افغانستان تر ۸۰ سلنه نفوس په کرونا اخته شي.

هغه وویل کرونا ورځ تر بلې په چټکۍ خپرېږي، نو ښه ده چې خلک ماسک وکاروي، په کورونو کې پاتې شي، لاسونه په منظمه توګه ومینځي او له یو بله ټاکلې فاصله ونیسي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.