افغانستان د غزني په جګړه کې د پاکستان د رول شواهد دې هیواد ته سپاري

 
تاند- د افغانستان حکومت غواړي چې د غزني په حمله کې د پاکستان د آی ایس آی د رول په اړه شواهد دغه هیواد ته وړاندې کړي.

د هند اکانومیک ټایمز ورځپاڼه وايي چې د افغانستان د ملي امنیت سرچینو ورته ویلي چې د غزني په حمله کې د پاکستان د رول په اړه د دغه هیواد د لوی درستیز له انکار سره سره به دې هیواد ته کره شواهد وسپاري.

ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان د ملي امنیت ریاست باور لري چې آی ایس آی د غزني ښار د حملې پلان د دې لپاره جوړ کړ چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند احتمال له منځه یوسي.

د ملي امنیت د ریاست یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل، آی ایس آی لشکرطیبه تروریستي ډله ګومارلې وه چې له پېښور، کوټې او پنجاب ایالت څخه خپلې ترهګرې ډلګۍ غزني ته ولېږي او پر دې ښار یرغل وکړي.

ده دا هم ویلي چې د پاکستان پوځیان هم د جګړې په میدان کې موجود ول او هغوی طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته د جګړې لارښوونه کوله.

د ملي امنیت دا چارواکی وايي چې د غزني په جګړه کې ژوبل شوي کسان د پکتیا او خوست له لارو د وزیرستان او نورو سیمو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دی وايي چې ترهګر په ۳ ډلو وېشل شوي وو؛ لومړۍ ډلې، چې د زبیر بن عوام تر مشرۍ لاندې وه، له ۱۲۰ تنو حمله کووونکو جوړه وه چې ډېری غړي یې د پنجاب او خیبر پښتونخوا وګړي وو خو پخپله زبیر، چې یو مستعار نوم دی، د پنجاب د ګوجرانوالا اوسېدونکی دی.

دوهمه ډله، چې شمېر یې ۹۰ تنه و او د لشکر طیبه له تروریستانو جوړه وه خالد بن ولید نومېده او د مشر مستعار نوم یې خالد احمد و.

درېمه ډله المنصور نومېده چې ۱۲۰ تنه پکې شامل وو. په دې ډله کې، چې د حقاني شبکې تر مشرۍ لاندې وه، د زابل، پکتیکا، پکتیا، غزني او جنوبي وزیرستان کسانو برخه لرله.

ملتپال سیتوال او د بشري حقونو مدافع افراسیاب خټک هم په یوه ټویټ کې د غزني په جګړه کې د پاکستاني طالبانو د حکومت پلوې ډلې د دوو مشهورو وژل شویو قوماندانانو نومونه افشا کړي دي.

افراسیاب خټک وايي چې انعام بېټنی او عثمان وزیر، چې په وزیرستان کې یې ټول خلک پېژني، د غزني په جګړه کې وژل شوي دي.

خټک تر دې پخوا هم د پاکستان له حکومت او پوځه غوښتي و چې د غزني په جګړه کې د پاکستانیانو د ګډون په اړه وضاحت وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.