افغانستان ته د کتای ټرانزیټي دهلېزله لارې لومړنۍ محموله را ورسېدله

 

تاند ( سه شنبه، د اسد ۷) د هېواد ترانسپورټ وزارت مسولانو ویلي، چې د کتای په نامه د قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي کوریدور له لارې لومړنۍ محموله افغانستان ته را رسېدلې ده.

یاد وزارت په دې تړاو له ډېرو جزیاتو پرته ویلي، چې دا محموله نن هرات ته را رسېدلې ده.

له دې وړاندې د ایران د ګمرکونو عمومي مدیر د کتای ترانزیټي دهلېز د پرانیستل کېدو خبر ورکړی و.

د ایران د ګمرکونو عمومي مدیر مصطفی ایتي ویلي وو، چې هېواد یې د لومړي ځل لپاره د افغانستان او تاجکستان له لارې منځنۍ اسیا ته خپل صادرات پیل کړي دي.

د نوموړي په وینا، کتای ترانزیټي دهلیز د قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران ترمنځ جوړ شوی دی، چې موخه یې د افغانستان او تاجکستان له لارې مرکزي اسیا سره د ایران او نورو شریکو هېوادونو نښلېدل دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.