افغانستان، امریکا او جرمني خپلې اړیکې نورې هم پیاوړې کوي

دآزادی رډیو

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، په تېرو ورځو کې د سیلابونو له امله د مړو شمېر۱۹۰ تنو ته پورته شو.

تېره اوونۍ د ډېرو اورښتونو له امله سیلابونو د پروان ولایت په ګډون په ۱۴ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وايي، تېره اوونۍ د سیلابونو له امله د مړو شمېر۱۹۰ تنو ته لوړ شو.

غلام بهاوالدین جیلاني د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: “سیلابونه په کاپیسا، پنجشیر، میدان وردګو، لوګر، کابل، ننګرهار، پکتیا، خوست، نورستان، کونړ، لغمان، بامیان او غزني ولایتونو کې راووتل، ۱۹۰ کسان په کې شهیدان شول چې شمېرې یې اوسه هم په بدلون کې دي، ۱۷۲ په کې ټپیان شوي، ۱۰۵۵ کورونه بشپړ ویجاړ او۲۸۶۰ زیانمن شوي دي.”

تېره اوونۍ د درنو اورښتونو له امله په ۱۴ولایتونو کې سیلابونه راووتل، چې د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې یې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه واړول.
د چاریکار د ښار دوه اوسېدونکي باسط امیري او بریالی بهادر وايي، په دغه ښار خلک اوس هم په ترهیدلي ښکاري.

باسط امیري وايي: “ډېر خلک او کورونه له منځه لاړل، خلک ترهیدلي، دولت په پروان ولایت تراوسه هم لارې او سړکونه سم پاک کړي نه دي، خلک په ستونزو کې دي، ډېر جسدونه اوس هم تر خټو لاندې دي، که لږه وریځ ښکاره شي، خلک د سیلابونو له ډاره له کورونو تښتي.”

بریالي بهادر وویل: “د سیلابونو له امله د چاریکار نقشه اوښتې ده، د بارانونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي، خلکو روحیه بایللې، د جسدونو د موندلو هڅې کوي، تراوسه داسې کسان شته چې د مړي او ژوندي په اړه یې معلومات نه شته.”

د مسئولینو په خبره، تراوسه په دغه ښار کې۱۲۱کسان مړه او۱۳۶ ټپیان شوي دي او ۱۵کسان لا هم ورک دي.

سیلاب ځپلي وايي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه بنسټونه دې د کورونو، خوړو او کالیو په برخو کې ورسره مرستې وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.