افضلي: نړیواله ټولنه باید له افغانستانه د غلا شوو پیسو په ستنولو کې مرسته وکړي

 

دآزادیراډیو

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي، هغه پیسې چې د افغانستان د بیارغونې په نوم حیف او میل شوي ادرس یې معلوم دی.

دغه بنسټ وايي، نړیواله ټولنه او افغان حکومت دې د افغانستان د بیارغاونې په نوم غلا شوې پیسې بېرته دغه هېواد ته را وګرځوي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس اکرام افضلي د شنبې په ورځ په کابل کې د امانتدارۍ د قهرمانانو په نوم جوړ کنفرانس ته وویل چې که د دغې چارې د ترسره کولو لپاره د حکومتونو ترمنځ سیاسي اراده موجوده وي شونې ده چې دغه پیسې بېرته هېواد ته را وګرځي.
نوموړي زیاته کړه:

“له نړیوالې ټولنې غواړو چې زموږ د خلکو او ستاسو د خپلو مالیه ورکونکو د غلا شویو پیسو د بېرته ستنولو لپاره لاس په کار شي،د دغه پیسو بېرته ترلاسه کول دومره ستونزمن کار نه دی، دغه چاره د سازمانونو او حکومتوتو سیاسي ارادې او د دوی ترمنځ يوې واحدې ستراتيژۍ ته اړتیا لري، موږ په دې پوهېږو چې زموږ پيسې چېرته تللي او نړیواله ټولنه هم په دې پوهېږې چې دغه پیسې چېرته دي، نو موږ خپلې پیسې بېرته غواړو موږ د دغو پیسو حساب غواړو.”

ښاغلی افضلي وايي، که چېرته د نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو بنسټونو پیسې په امانتدارۍ سره په افغانستان کې لګېدلې وای نو د افغانستان وضعیت به له اوسني حالته څو چنده ښه وای.

د ده په خبره، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د ميلیارډونو ډالرو مرستو د حیف او میل کېدو له امله، دغه هېواد اقتصادي او د بیا رغونې په برخو کې نه جبران کېدونکی فرصت له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتشې ادارې څه موده وړاندې په خپل یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو مالي مرستو فساد ته لار هواره کړې ده.

د سیګار په وینا، د دې مرستو چمتو کولو طریقه د متحده ایالتونو څانګو ترمنځ پېچلتیا رامنځته کړې او په افغانستان کې د اداري فساد زغم په یو ډول له فساد کوونکو کسانو نه د ملاتړ په معنی دی چې د هېواد د اقتصادي امکاناتو او بیارغونې د پروګرامونو د حیف او میل کېدو لامل ګرځي.

بلخوا د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سوپکو چې په دغه ناسته کې یې ګډون درلود وویل چې امریکا او ملاتړي هېوادونه يې په افغانانو باور لري چې دغه هېواد سره مرستې کوي.

ښاغلی سوپکو وايي،تر کومې چې ټول خلک او بنسټونه سره متحد نشي د فساد او روانې جګړې په وړاندې بریالیتوب ته رسېدل ستونزمن دي.
نوموړي زیاته کړه:

“له زړورو رضاکارانو، د څار د بنسټونو او مدني ټولنو له ګډون او همکارۍ پرته موږ نشو کولای په دغه هېواد کې د روانې جګړې او فساد په وړاندې مبارزه کې بریا ته ورسېږو، تاسو اصلاحات راړونکي او د دې هېواد وېښ خلک ياست”

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د سفیر مرستیال جورج کنګهم له افغان حکومت وغوښتل چې د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې پخپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

بلخوا د افغانستان د فواید وزیر یما ياري وویل چې د ملي يووالي حکومت د فساد په وړاندې مبارزې ته ژمن دی او هڅه کوي چې د خلکو او بېلا بېلو بنسټونو په مرسته دغه ناوړه پدیده له هېواده ورکه کړي.

راپور: محمد واصل وصال

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.