اسټراليا افغانستان ته خپل ۳۰ نور سرتېري رالېږي

 

 

کابل (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٦): اسټراليا د ناټو او امريکا له غوښتنې سره سم افغانستان ته د ٣٠ نورو سرتېرو د لېږلو اعلان کړى دى.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې له اسټراليا غوښتي وو چې افغانستان ته بايد د افغان ځواکونو د روزنې لپاره نور سرتېري ولېږي، همدا ډول يوه غوښتنه د ناټو سازمان هم کړې وه.

له دې غوښتنو وروسته د اسټراليا حکومت اعلان کړى چې هېواد به يې افغانستان ته ٣٠ نور سرتېري ولېږي چې له دې سره به په افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو شمېر ٣٠٠ ته ورسېږي.

د اسټراليا د دفاع وزيرې ماريس پيني رسنيو ته ويلي چې سرتېري به يې په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې چارې ترسره کوي او د ناټو له نورو همکارو سرتېرو سره به په ګډه د افغانستان د امنيتي سکتور په اوږدمهاله پياوړتيا او مشورې ورکولو کې رول لوبوي.

هغې د ناټو له نورو هېوادونو هم غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د ناټو ماموريت د اوږدمهال ملاتړ چاره پراخه کړي.

د يادونې ده، تېره اوونۍ د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې هم يو شمېر غړو هېوادونو ژمنه وکړه چې افغانستان ته نور سرتېري ولېږي.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان څو مياشتې مخکې د امريکا کانګرېس ته ويلي وو، چې دوى په افغانستان کې د سرتېرو له کمښت سره مخ دي او بايد نور سرتېري هم ولېږل شي.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې مياشت ناټو او امريکا افغانستان ته د درېيو زرو او پنځو زرو تر منځ سرتېري ولېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.