استرالیا وایي؛ افغان جګړه کې د خپلو ځواکونو جنګي جنایتونه په جدي توګه څېړي

 

تاند (شنبه، د عقرب ۱۷) استرالیا وایي په افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه جدي پلټنې پیل کړې دي.

د استرالیا دفاع وزارت چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی ټول هغه راپورونه په جدي توګه څېړي چې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو او په افغانستان کې د دغه ځواکونو د ماموریت او جنګي جنایتونو په اړه خپاره شوي دي.

استرالیايي رسنۍ د یادو چارواکو له قوله وایي دوی تر دې دمه لس قضیې څېړلې دي چې، په هغه کې لږ تر لږه شل کسان ښکېل دي او دوی به د خپلو اعمالو سزا ویني.

سرچینه همدا راز وایي د دغه راپورونو خپرېدل د دې سبب شوي چې دوی د خپلو ځانګړو ځواکونو په جوړښت کې پراخ اصلاحات راولي او د ټولو هغو ادعاوو پلټنه وکړي چې، د استرالیايي ځواکونو په اړه موجود دي.

استرالیايي ځواکونو له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶ز کال پورې په ارزګان کې ماموریت ترسره کاوه چې، د ګڼو ملکي افغانانو په وژنه او شکنجه تورن شوي دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان او نړۍ د بشري حقونو په برخه کې ۲۵ بنسټونو د استرالیا له حکومت د ټولو جنګي جنایتونو د څېړلو غوښتنه کړې وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.