ازبیکستان د افغانانو لپاره ترانزیتي محصول ۵۰٪ کم کړ

 

تاند- د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د تاشکند او کابل ترمنځ د تجارتي او ترانزیتي موافقو پر اساس ازبیکستان د افغان سوداګرو د مالونو ترانزیتي محصول په سلو کې ۵۰ کم کړی دی.

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ اړیکې وروسته له دې چې ولسمشر غني تېره میاشت تاشکند ته سفر وړکړ، غوړېدلي دي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په وینا تراوسه پورې ازبکستان له خپلې خاورې د افغانستان د مالونو له هر کانتینر څخه ۲۵۰۰ ډالره اخیستل، خو دا محصول اوس ۱۲۵۰ ډالرو ته رالږ شوی دی.

حکیمي همداراز وویل چې په راتلونکې وخت کې به افغانستان د ازبیکستان له لارې له روسیې او نورو هیوادونو سره هم راکړه ورکړه وکړي.

ازبیکستان یوازینی هیواد دی چې له افغانستان سره د رېللارې په وصیله وصل دی.

پرون ازبیکستان وویل چې د افغانستان د مزارشریف او هرات ښارونو ترمنځ رېللار جوړوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.