ازبکستان له افغانستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاتوي

دآزادیراډیو

ازبکستان د کرونا وبا له دوهمې څپې راوروسته له افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي په هڅه کې دی.

ازبک چارواکو ویلي چې له افغانستان سره د سوداګریز فعالیت د ښه‌والي په خاطر به افغانان د نوي میلادي کال له پیل څخه له ویزې پرته ازبکستان ته سفر وکړي.

په ازبکستان کې د سرخان دریا والي بابا لوف توره ویلي چې د راروانې جنوري میاشتې له لومړۍ نېټې افغانان کولای شي د ۱۵ ورځو لپاره ازبکستان کې له ویزې پرته پاتې شي.

هغه ویلي چې په دې موده کې به د افغان سوداګرو په صادراتي توکو هم ګمرکي محصول نه‌وضع کېږي.

توره زیاته کړه: “موږ به اجازه ورکړو چې د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ښې شي. افغانان به پرته له هېڅ محصول توکي وارد کړي او له ویزې پرته به سفر وکړي.”

د سرخان دریا والي همداراز ویلي چې ډېر ژر به د افغانستان حیرتان بندر ته څېرمه د ازبکستان په خواره کې یو سرحدي ازاد بازار جوړ شي.

په همدې حال کې د بلخ والي فرهاد عظیمي وايي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریز لېږد رالېږد د ودې په خاطر یوه سرحدي ګډه کمېټه هم جوړه شوې.
د هغه په خبره چې دا کمېټه د ګمرکاتو، د وسپنې د پټلۍ، د ځمکني ټرانسپورت او د سوداګریزو فرصتونو د ودې په برخه کې د همکارۍ د زیاتوالي په موخه کار کوي.

فرهاد وویل: “دا کمېټه کار کوي ترڅو د دواړو لورو ترمنځ سوداګریز فعالیت زیات او غښتلی شي او پانګونه هم ښه شي.”

د دغې ګډې سرحدي کمېټې مشري د افغانستان د بلخ او د ازبکستان د سرخان دریا والیانو په غاړه ده.

تر دې مخکې د شمال زون د سوداګرۍ او صنعت خونې ویلي وو چې د کرونا وبا د لومړۍ څپې په تړاو د وضع شویو بندیزونو له امله د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه صفر شوې ده.

د یادې خونې اجرائیه مدیر نصیر احمد قاسمي ویلي چې د دغو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه د کرونا د پیل نه د مخکو ورځو د سوداګرۍ ۴۰مې سلنې ته رسېدلې.

هاخوا بیا د بلخ د سوداګرۍ او صنعت ادارې مشر ویلي د افغان سوداګرو پر صادراتي توکو د ګمرکي محصول لیرې کېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري خپل عادي حالت ته راوګرځوي.

افغان سوداګر ډېر وخت د حیرتان بندر له لارې ازبکستان ته د تالک ډبره، د قره‌قل پوستکی، غالۍ، پسته، د اینګ نبات او جلغوه لېږدوي او په عوض کې یې له منځنۍ اسیا اوړه، غنم، لوبیا، سمنټ او د اوسپنې سیخ رالېږدوي.
کمال محمدي چې په بلخ کې سوداګر دی وايي چې د کرونا وبا پر مهال د بندیزونو له امله‌یې سوداګریز فعالیت له ماتې سره مخ شو.

ښاغلي محمدي له دې مخکې د اینګ نبات د خرڅلاو کار کاوه.

دی وايي که ازبکستان د افغانستان پر صادراتي توکو ګمرکي تعرفه لیرې کړي دی به وتوانېږي چې خپل سوداګریز فعالیت بیا پیل کړي.

ده وویل: “که په واقعیت سره ازبکستان له محصول پرته زموږ توکي پرېږدي چې ولېږدول شي. زه به هغه تاوان چې تېر یوه کال کې مې ګاللی په دوه میاشتو کې جبران کړم.”

لا نه‌ده معلومه چې ازبکستان ته د افغانانو له ویزې پرته سفر او د حیرتان بندر ته څېرمه په ازبکستان کې د ازاد سوداګریز بازار جوړېدل به د دواړو خواوو په ګټه وي که یوازې به پر افغانانو د ازبک سوداګرو توکو د پلور بازار ګرم کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.