ازبکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره د کوربهتوب وړاندیز وکړ
دآزادی راډیو
ازبکستان نن سې شنبه د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د کوربهتوب وړاندیز وکړ چې کولای شي تاشکند د افغانستان د لانجې د هواري په یوه مهم لوبغاړي بدل کړي.
دغه وړاندیز د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف نن په تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې وکړ.
د تاشکند په غونډه کې افغان ولسمشر اشرف غني هم حضور درلود.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وویل چې دوی دې ته چمتو دي چې د سولې د پروسې لپاره چې که په هره سطحه وي، لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
ازبکستان چمتو دی چې د طالبانو له ډلې سره د افغانستان د حکومت مستقیمو خبرو ته په خپله خاوره کې امکانات برابر کړي.
میرضیایف وویل چې د افغانستان د سولې پروسه د ټولې سیمې لپاره مهمه ده.
ښاغلي میرضیایف ټینګار وکړ چې سولې ته د رسېدو ګډ هدف باید عملي بڼه غوره کړي.
افغان ولسمشر اشرف غني وویل، د تاشکند غونډه افغانستان ته نوې هیله وربخښي.
ولسمشر غني د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې مهمې وبللې او له ازبکستانهیې مننه وکړه چې د کابل پروسهیې په یوې مهمې غونډې بدله کړه.
افغان ولسمشر د ملي او سیمهییزې اجماع په رامنځته کولو ټينګار وکړ او زیاتهیې کړه چې د افغانستان او سیمې ستونزې باید له سولهییزو لارو هوارې شي.
ولسمشر غني ټینګار وکړ چې د سیمې سیاسي او اقتصادي راتلونکې یوه ده او سوله یوه حیاتي مسئله ده.
هغه د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د خبرو مېز ته د طالبانو د حاضرولو هڅې وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چې هېواد تهیې په تېره بیا له طالبانو سره وروستیو اړیکو ته په پام سره په سیمه کې د افغانستان د یوه مهم لوبغاړي په سترګه کتل کېږي، په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د کابل او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د یوه ډیالوګ پر پیلېدو ټینګار وکړ او ویېویل چې روسیه چمتو ده چې دې هدف ته د رسېدو لپاره له خپلو متحدینو او د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو سره چې دریځونهیې له موږ سره نږدې دي، له نږدې همکاري وکړو.
لاوروف یو ځل بیا د روسیې پر مخکېني دریځ چې د افغانستان لانجه له پوځي لارې نهشي هوارېدی ټینګار وکړ.
پهدې کنفرانس کې د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو تر څنګ د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشرې په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو او د نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.
نظرات بسته شده است.