ازبکستان به افغانستان ته د برښنا لېږد په سلو کې ۷۰ زیات کړي

 

تاند- له ازبکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ ولټه برښنا د صادرولو پر پروژې عملي کار پیل شوی دی.

د ازبکستان د برښنا د دولتي ادارې ريیس الغ بیک مسطفاییف د دوشنبې په ورځ وویل، دا پروژه به افغانستان ته د ازبکستان د برښنا صادرات په سلو کې ۷۰ زیات کړي.

د ده په وینا پر دې پروژې ۱۵۰ ملیون ډالره لګښت راځي چې ۱۱۸ یې د افغانستان او پاتې ۳۲ ملیونه یې د ازبکستان په غاړه دي.

مسطفاییف وايي چې دا ۲۶۰ کیلومتره لاین به ازبکستان ته امکان برابر کړي چې د ورځې ۲۴ ملیون کیلوواټ برښنا افغانستان ته صادره کړي.

ده دا هم وویل چې له دې سره ازبکستان خپله برښنا پاکستان ته هم صادرولی شي.

له بلې خوا ازبکستان د خپلې صادراتي برښنا بیه، چې پخوا هر کیلوواټ په 0.076 سینټه وه، 0.05 سینټو ته راټیته کړې ده.

د دې برښنا د لېږدولو لپاره به د ازبکستان له سُرخان څخه د افغانستان پلخمري ته مزي وغځول شي. دا پروژه به تر ۲۰۲۰ پورې بشپړه شي.

ازبکستان دغه راز ژمنه کړې چې د مزارشریف ښار به د رېللارې په وسیله له هرات سره وصل کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.