ارګ: د یو شمېر چارواکو څرګندونې د حکومت پر پرېکړو اغیز نه لري

 

دآزادی راډیو

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د حکومت دننه او بهر د یو شمېر اشخاصو لخوا د حکومت د اعلامیو او یا پرېکړو ردول د ارګ پر پرېکړو کوم اغیز نه لري.

جمهوري ریاست د بلخ د والي عطا محمد نور د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي، پرېکړې په ارګ او کابینې کې کېږي او د حکومت په دننه او بهر کې د یو شمېر اشخاصو څرګندونې د پرېکړو په ردولو او د ارګ پر اعلامیو هېڅ ډول اغیزې نه لري.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب الله ازاد د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې همدارنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په وروستیو څرګندونو هم غبرګون وښود خو ويې ویل چې د سیاستوالو ترمنځ د نظر توپیر یو اصل دی.
نوموړي زیاته کړه:

“د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي رباني چې کومې څرګندونې کړي هغه د نوموړي د ګوند له ادرسه وې، همدارنګه د بلخ د والي عطا محمد نور په اړه چې د حکومت پرېکړې یې رد کړې دي، خو دا پرېکړې په ارګ کې کېږي او هره هغه پرېکړه چې تصمیم يې ولسمشر او کابینه په ګډه نیسي د منلو وړ دي، حکومتي کسان چې د حکومت دننه دي یا بهر دي د هغوی لخوا د پرېکړو نه منل د ارګ په پرېکړو کوم اغیز نه لري.”

په کابل کې د څو تروریستي پېښو او د دغه ښار د یوشمېر اوسېدونکو له مظاهرو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمیعت ګوند سرپرست له حکومت څخه وغوښتل چې د ملي امنیت د سلاکار په ګډون د امنیتي ارګانونو مشران له خپلو دندو لېرې کړي.

جمعیت ګوند د حنیف اتمر او د امنیتي ارګانونو د مشرتابه ګوښه کېدل غواړي

د جمعیت انسجام شورا د دغه ګوند د رهبرۍ په اړه وروستی تصمیم ناسم وباله

د امنیت شورا دفتر د جمعیت ګوند پر دې غوښتنې غبرګون وښود، هغه یې سیاسي څرګندونې وبللي او ویې ویل چې د ملي امنیت سلاکار اجرائیوي صلاحیت نه لري.

ارګ: د ملي امنیت سلاکار په امنیتي سکټور کې اجرائیه مقام نه‌لري

خو د بلخ والي عطا محمد نور په دې وروستیو کې د ملي امنیت شورا د دفتر دې اعلامیې په غبرګون کې وویل چې ډېری امنیتي چارواکي د ملي امنیت سلاکار له تائیدي پرته نه مقررېږي.

په همدې حال کې د حقوقي چارو یوشمېر کار پوهان وايي، حکومتي چارواکي حق نه لري چې د حکومت پرضد څرګندونې وکړې.

افغان کار پوه کبیر رنجبر ازادي راډيو ته وویل، دغه چارواکي که پر حکومت انتقادونو ته لېوالتیا لري باید له مخکي استعفا ورکړي.
نوموړي زیاته کړه:

“که دوی غوښتل چې د حکومت له کړنو سره مخالفت وښيي یا انتقاد وکړي، باید له خپلو دندو يې استعفا وي ورکړي وای او د اپوزېسیون له اړخه يې کولی شول چې دا موضوعات مطرح کړي او دا انتقادونه هم هغه وخت د خلکو د هرکلي سبب ګرځي چې د یوې مشخصې موضوع په اړه وي او ترڅنګ يې حل لارې هم وړاندیز شي.”

ښاغلی رنجبر وايي، دا ډول څرګندونې د خلکو په ګټه نه دي او سیاسیون باید د ملت د یووالي لپاره کار وکړي.

د نوموړي په وینا د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د دولت وسله وال مخالفین په دې لټه کې دي څو د سیاستوالو ترمنځ له اختلافاتو څخه د ځان په ګټه کار واخلي.

راپور: ناجیه ساپۍ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.