اروپایي ټولنې افغانستان سره د ۳۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه
تاند (سه شنبه د دلوې ۷) اروپايي ټولنه وايي، له کورونا وبا سره د مبارزې او ټولنیزو او اقتصادي اغېزو د کمولو په موخه له افغانستان سره ۳۵ میلیون یورو مرسته کوي.
په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ نن سه شنبه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، د کورونا وبا له پیل راهیسې تر اوسه له افغانستان سره د دغه بنسټ مرستې ۱۴۷ میلیونو یورو ته رسېږي.
په بیان کې دغه راز زیاته شوې، ټاکل شوې چې د اروپایي ټولنې دغه ۳۵ میلیون یورو مرسته د نړیوال روغتیایي سازمان، یونسېف او اغاخان بنسټ، درېیو پروژو له لارې د روغتیایي سیستمونو د ظرفیت لوړونې، د ناروغانو د معایناتو او درملنې، د کورونا مخنیوي، دغه راز عامه پوهاوي او تغذیوي ګواښونو راټیټولو په برخو کې ولګول شي.
اروپایي ټولنه وايي چې د پراخې بې کارۍ او پر وارداتو محدودیتونو په افغانستان کې غذايي ناامني ډېره کړې ده چې ددې سازمان او ملاتړو په مرسته به یې ۳۰۰ زره ماشومان او میندې د خواکي توکو خدمتونه ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې د کورونا ویروس خپرېدو د افغانستان وضعیت خراب کړی چې خلک یې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
نظرات بسته شده است.