اروپايي ټولنه: له افغانستان سره مو ژمنې پر خپل ځای دي

 

تاند(دوشنبه، د جوزا ۱۰) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولۍ سرپرست توماس نېکلسن د اروپايي ټولنې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پرېکړې سره ددوی په ژمنو کې توپیر نه دی راغلی.

د ده په خبره له افغانستان سره د اروپايي ټولنې ټولې ژمنې پر خپل ځای دي او له دغه هېواد سره به د پرمختګ په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.

هغه ټینګار کړی چې دوی د سولې ملاتړي دي او تمه لري چې افغانستان کې روانه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

له دې سره جوخت ټاکل شوې چې سبا سې شنبه د ناټو ددفاع او بهرنیو چارو وزیران په یوه غونډه کې د افغانستان پر روانه مسئله، سوله او ملاتړ بحثونه او خبرې وکړي.

بلخوا د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د بايډن ادارې ټولټال ۷۱۵ میلیارده ډالر دفاعي بودیجه وړاندیز کړې ده چې په دې کې د افغانستان لپاره ۳،۳ میلیارده ډالر ځانګړي شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه شمېره د تېر په پرتله ۳۰۰ میلیونه ډالر ډېروالی ښيي. امریکایي چارواکو ویلي دا چې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي نو ددې اړتیا ده چې محاربوي تشې د افغان ځواکونو د ملاتړ له لارې ډکې شي.

همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې له افغانستان سره به د نورو بشري مرستو په برخه کې هم ډېروالی راشي.

امریکا تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له افغانستان سره به پوځي مرستې ډېرې کړي او له افغان ځواکونو به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.