اروپايي ټولنه: افغانستان لاهم د فاسدو هېوادونو کتار کې ځای لري
دآزدی راډیو
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سفیر مرستیال وايي، له فساد سره د مبارزې برخه کې د افغان حکومت له اقداماتو سره-سره دغه لړۍ لا هم پڅه روانه ده.
جورج کنینګهم د پنجشنبې په ورځ کابل کې د امانتدارۍ اتلانو تر نامه لاندې جوړه شوې غونډه کې وویل، افغانستان اوس هم د فاسدو هېوادونو په کتار کې ځای لري او ټینګار کوي چې د دغې پدیدې پرضد مبارزه باید ګړندۍ شي.
ښاغلي کنینګهم وویل:
“افغانستان لا هم د نړۍ د فاسدو هېوادونو په کتار کې ځای لري او اړتیا ده چې ډېر اقدامات ترسره شي، کارونه ډېر پڅ روان دي، موږ اړتیا لرو چې د فساد اړوند د یو شمېر نورو قضیو د څېړلو شاهد ووسو او دا چې تورن کسان محاکمه شي.”
ښاغلی کنینګهم وايي، که څه هم یو شمېر فاسدین د قانون منګلو ته سپارل شوي خو لاهم د ده په خبره ځیني کسان شته چې باید محاکمه شي او د فساد دوسیې یې وڅېړل شي.
اروپايي ټولنه داسې مهال په افغانستان کې د فساد پر ضد پر جدي مبارزې ټینګار کوي چې د شفافیت نړیوال سازمان په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي چې افغانستان د نړۍ د ۱۷۶ فاسدو هېوادونو په لېست کې ۱۶۹ ځای خپل کړی.
نظرات بسته شده است.