اروپايي اتحادیه کرونا ویروس سره مبارزې لپاره افغانستان ته ۱۱۷ میلیونه ايرو ورکوي

 

اروپايي اتحادیې په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۱۱۷ میلیونه ايرو ځانګړي کړي او په دې هېواد کې یې په بېړني ډول د اوربند غوښتنه کړې ده.

اروپايي اتحادیې د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د اپرېل ۱۱» وویل چې د کرونا ویروس له کبله رامنځته شوی وضعیت ښايي افغانستان ډېر وځپي ځکه د ډېرو کلونو جګړې د دې هېواد روغتیا سکټور کمزوری کړی او له کمو امکاناتو سره باید د دې وبا پر ضد مبارزه وکړي.

دغې اتحادیې ویلي چې افغان سیاستوالو ته ښايي چې ژر تر ژره خپل‌منځي اختلافونه یوې خواته کړي او یوه موافقه وکړي.
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې سفیر پيري مایدون ویلي: “اروپايي اتحادیه په افغانستان کې د کرونا ویروس پر ضد په مبارزه کې له دې مرستې سره خپل مأموریت ته لا کلک او یو نوی اړخ ورکوي.”

پیري مایدون د افغانستان له ټولو سیاسي مشرانو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره موافقه وکړي او په دې هېواد کې په روان وسله‌وال کړکېچ کې پر ټولو ښکېلو خواوو يې غږ وکړ چې د بشري خواخوږۍ له مخې، په بېړني ډول اوربند اعلان کړي
له افغانستان سره د اروپايي اتحادیې په ۱۱۷ میلیونه ایرو مرسته کې لږترلږه ۵۰ میلیونه ایرو د دې هېواد د روغتیا سکټور لپاره بېلې شوې دي.

اروپايي اتحادیې ویلي چې له دې پيسو به په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټسټ یا معاینې لپاره ځانګړي وسایل برابر شي او په څنګ کې به‌یې د میندو او ماشومانو لپاره د صحي امکاناتو پر زیاتولو کار وشي.

همداراز، له هغو افغانانو سره به چې له ایران او پاکستانه د کرونا ویروس د خپرېدو له امله افغانستان ته ستانه شوي، د ځای پر ځای کېدو لپاره مرسته کېږي.
اروپايي اتحادیې په ټوله نړۍ کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د (بهرني عمل پلان) په نوم د مرستې یو پروګرام اعلان کړی دی.

اروپايي اتحادیې پرون وویل چې تر اوسه‌یې د دې پروګرام لپاره ۲۰ میلیارده ایرو راغونډ کړي دي.

د اروپايي کمېسون مشرې اورزلا فن دیر لاین د تېرې چهارشنبې په ورځ وویل چې کرونا ویروس پولې نه‌پېژني او پر ضد یې باید ګډه مبارزه وشي.
اورزلا فن دیر لاین وویل: “په دې کې زموږ ګټه ده چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس پر ضد جنګ بریالی شي. اروپايي اتحادیه تیاره ده چې د نړۍ په کچه د کرونا ویروس سره د ګډې کلکې مبارزې مشري وکړي. موږ په اتحاد او ګډ کار له دې ویروس سره جنګ ګټلائ شو.”

د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره نړیوال بانک له افغانستان سره د ۱۰۰،۴ میلیونه ډالرو او د پیسو نړیوالې ادارې د ۲۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د شنبې په ورځ وویل چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۵۵۵ ته رسېدلې دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۵۵۵ ته ورسېد

په افغانستان کې تر پرونه ۱۸ تنه مړه شوي وو. د افغانستان عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز اټکل کړی چې ښايي له یو میلیون زیات وګړي دا ویروس ونیسي او تر ۱۱۰ زره افغانان ښايي له دې کبله مړه شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.