م.م: پ افغانستان کې حاکمه لوږه د ځمکې تر ټولو بد ترین ناورين دی

 

تاند:( دوشنبه، د عقرب اوولسمه) د ملګرو ملتونو نړيوال خوراکي پروګرام، د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې حاکمه او اوج ته رسېدلې لوږه د ځمکې پر مخ تر ټولو بد ترین ناورين ګڼلی دی.

د‌دغه سازمان مشر د بي بي سي انګليسي ټلویزیون ته ويلي، دغه ناورين له تصور څخه پورته شدید او ځپونکی دی.

یاد شوي سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان وضعیت ته عاجله او پوره پاملرنه وکړي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

د دوی اکثره تبلیغاتي ډلې په ټولنیزو رسنیو کې د فقر او بشري ناورين د اوج ته رسیدو په اړه د خلکو شکایتونه ردوي او وايي، چې په دې اړه مبالغه کېږي.

پرون د خوړو نړیوال سازمان(WFP) اجرائيوي رئيس د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې افغان فقر ځپلو سره د مرستې او ورته د رسیدګۍ لپاره یاد سازمان هره میاشت ۲۳۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.