ارګ د جنرال محي‌الدین غوري مړینه “هوايي سانحه” بللې 4 ساعته مخکې

 

 

 

دآزادی راډیو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هرات د ۲۰۷م ظفر قول اردو قوماندان جنرال محي‌الدین غوري پر وژلو شدیده خواشیني څرګنده کړه.

د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې چې پرون سې‌شنبه خپره شوې، دا پېښه “هوايي سانحه” بلل شوې او ویل شوي چې جنرال غوري له افغانستانه د دفاع لپاره په رسمي مأموریت کې ژوند بایللی دی.

د چارواکو په وینا، هرات کې د ۲۰۷م ظفر قول اردو قوماندان جنرال محي‌الدین غوري د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د موریچاق په سیمه کې د ملي اردو د نوې جوړې شوې پوستې د کتنې لپاره سیمې تللی و.

د ملي دفاع وزارت هغه ټول رپوټونه ردوي چې وايي، د جنرال محي‌الدین غوري هليکوپټر ويشتل شوې ده.

د ملي دفاع وزارت وویل، د جنرال محي‌الدین غوري څرخي الوتکه پرون د تخنیکي ستونزو له امله بادغیس کې د ترکمنستان پولې ته نېږدې راغورځېدلې ده.

د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې د جنرال محي‌الدین غوري هليکوپټره نه‌ده ویشتل شوې او د وسله‌والو طالبانو فعالیت له دې پېښې سره هېڅ ډول ارتباط نه‌لري.

“موږ بادغیس کې د «شفق۲» عملیات پیل کړي وو. په دې عملیاتو کې موږ د بالامرغاب ولسوالۍ د موریچاق سیمه له دښمنه ونیوله نو له دې امله د خلکو دا تمه وه چې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال محي‌الدین غوري له یو شمېر لوړ رتبه چارواکو سره د موریچاق سیمې ته تللی و څو هلته د ملي اردو پرسونل وستايي او قدر يې وکړي خو کله چې سیمې ته رسېدلی، هليکوپټره‌يې له ځمکې په ۳۰ متره ارتفاع کې خرابه شوې او سقوط‌يې کړی دی. زه د ملي دفاع وزارت د مرستیال ویاند په توګه له دې پېښې سره د دښمن د ټولو عملیاتو ارتباط ردوم. په دې پېښه کې هېڅ خارجي عامل نه‌شته بلکې الوتکې تخنیکي ستونزه پيدا کړې وه.”

 

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند زیاته کړه چې په دې پېښه کې نور ۷ تنه زخمیان شوي چې ټول روغتون ته لېږدول شوي او د یو شمېر کسانو ټپونه ژور دي.

 

رادمنش وویل چې سیمه کې د دوی پوځي عملیات بریالي سرته رسېدلي او داسې پېښې خنډ نه‌شي ورته جوړولای.

 

د بادغیس یوه سیمه‌ییز چارواکي چې د خپل نوم د پټ پاتې کېدو په شرط‌یې له فرانس پرېس اژانس سره خبرې کړي، ویلي چې د بادغیس د امنیت رئیس هم په شدیدو زخمیانو کې دی.

 

کابل کې د ناټو په مشرۍ، د غوڅ ملاتړ مأموریت هم د جنرال محي‌الدین غوري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

 

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې جنرال محي‌الدین غوري د دې هېواد په لویدیځ کې له شپږو مهمو قوماندانانو و.

 

د ارګ خبرپاڼه د ولسمشر محمد اشرف غني په حواله وايي چې د جنرال غوري مړینه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواک لپاره ستره ضایعه ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.