بروکسل غونډې دوهمه ورځ د افغانستان پر امنیت او ثبات راڅرخي

 

دآزادیراډیو

د بلجیم مرکز بروکسل نن د افغانستان لپاره د مهمې غونډې کوربه دی.

په دې غونډه کې چې د ناټو په مرکز کې ترسره کېږي، د ناټو د ۲۸ غړو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران او د هغو هېوادونو استازي ګډون کوي چې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري.

 

د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې به افغان پلاوی هم برخه واخلي.

 

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران او د هغوی نړیوال ملاتړي نن د افغانستان د امنیت او ثبات په اړه د بلجیم په مرکز بروکسل کې خبرې کوي.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا دا خبرې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې وضعیت لاهم کړکېچن دی.

 

کري: د ناټو غړي د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره هم غونډه کوي.

کري: د ناټو غړي د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره هم غونډه کوي.

جان کري تېر ماښام د بلجیم په مرکز بروکسل کې وویل:

 

“د ناټو غړي او شریکان به‌یې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني سره هم غونډه وکړي دوی به د غوڅ ملاتړ مأموریت د پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړي او د دې پر اړتیا به وغږېږي چې د اوږدمهال په مخه پر افغان امنیتي ځواکونو پانګونه، په یوه داسې چاپېریال کې زیاته کړي چې لا هم کړکېچن او بې‌ثباته دی.”

 

د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي و چې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح‌الدین رباني، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت له عمومي قوماندان جان نېکلسن او په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي اسماعیل اراماز سره به د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

 

سټولټنبرګ په ورته وخت کې انتظار دی چې په افغانستان کې به د اصلاحاتو په برخه کې یو راپور په نننۍ غونډه کې ترلاسه کړي.

 

د ناټو عمومي منشي وویل چې دا اصلاحات د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ لپاره ضروري دي.

 

سټولټنبرګ زیاته کړه چې په نننۍ غونډه کې به ناټو او شریکان‌یې له افغانستان سره د ناټو ژمنې نوې کړي.

 

سټولټنبرګ: ناټو او شریکان به یې له افغانستان سره د ناټو ژمنې نوې کړي.

سټولټنبرګ: ناټو او شریکان به یې له افغانستان سره د ناټو ژمنې نوې کړي.

د ناټو عمومي منشي په پولنډ کې د ناټو د مشرانو د غونډې ژمنو ته اشاره کوله.

 

د ناټو مشرانو د جولای په اتمه او نهمه په وارسا کې ژمنه کړې وه چې د غوڅ ملاتړ مأموریت به تر ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته ادامه پیدا کړي.

 

له افغان ځواکونو سره به د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پایه مرستې وکړي او د افغانستان له حکومت سره به اوږدمهاله مشارکت ولري.

 

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې افغانستان د یاغیانو له بریدونو سره د ژمي په درشل کې هم مخامخ دی، خو د ناټو عمومي منشي وویل، که شخړې دوام وکړي، ناټو به افغانستان یوازې پرې نه‎ږدي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.