افغان حکومت د اسیا زړه غونډه کې د سیمې وضعیت ښه تصویر کړ

 

 

 

 

 

ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا د زړه هېوادونو کنفرانس کې سیمې ته د موجودو خطرونو پر وړاندې د ځینو هېوادونو په نه پاملرنه انتقاد وکړ او یو ځل بیا يې د ترورېزم پر ضد د ګډې او جدي مبارزې غوښتنه وکړه.

 

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت د اسیا زړه هېوادونو د کانفرانس ګډون‎والو ته په سیمه کې د روان وضعیت ریښتنیي تصویر وړاندې کړ.:

 

“افغان حکومت په دې غونډه کې چې لسګونو هېوادونو په کې ګډون وکړ سیمې ته ورپېښو چېلنجونو او ستونزو یوه روښانه تصویر وړاندې کړ. ولسمشر د ترورېزم د خطرونو پر وړاندې د یو شمېر هېوادونو د نه پاملرنې او مسؤلیت د نه ترسره کولو مسئله هم یاده کړه.”

 

د جمهوري ریاست په وینا ولسمشر غني د اسیا د زړه د هېوادونو په کنفرانس کې د وینا سربېره د سیمې د هېوادونو له یو شمېر لوړ رتبه مقاماتو سره هم وکتل.

 

ولسمشر غني د پاکستان صدراعظم له سلاکارسرتاج عزیز سره په کتنه کې له اسلام‎اباد یو ځل بیا وغوښتل چې د ښه او بد تروریست توپیر پریږدي او له ترورېزم سره ریښتنې مبارزه وکړي.

 

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وویل:

 

“ولسمشر له پاکستانه وغوښتل چې خپلې ژمنې عملي کړي او د ښه او بد تروریست له تفکیکه پرته باید د ترورېزم پرضد قوي ګامونه واخېستل شي.”

 

ولسمشر غني دې کانفرانس ته د وینا پر مهال د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز مخاطب کړ او ورته یې وویل، کوم ۵۰۰ میلیونه ډالر مرسته چې پاکستان له افغانستان سره اعلان کړې که هغه د ترورېزم پر مهارولو مصرف شي نو اغېز به يې زیات او ګټور وي.

 

جمهوري ریاست وايي، سرتاج عزیز له ولسشر غني سره په کتنه کې ډاډ ورکړی چې پاکستان به د افغانستان د امنیت او سولې په پروسه کې همکاري وکړي.

 

په هند کې د اسیا د زړه هېوادونو په کانفرانس کې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړیوال سازمانونو مشرانو او استازو برخه درلوده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.