حزب اسلامي د خپلو ۴۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

 

 

 

 

دآزادی راډیو

د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې هوکړه لیک د تطبیق ګډه کمېټه وايي چې د حزب اسلامی هغه بندیان له زندانونو خوشي کېږي چې جنايي او حق العبدی دوسیې نه لري.

 

په داسې حال کې چې د حزب اسلامي د بندیانو په ډله کې د نورو وسله‌والو مخالفینو، په جنايي جرمونو د ښکېلو کسانو او د قاچاق وړونکو د خلاصېدو اندېښنې څرګندېږي حزب اسلامي او افغان حکومت دا اندېښنې بې ځایه بولي.

 

د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې هوکړه لیک د تطبیق د ګډې کمېټې مشر اکرم خپلواک وايي چې حزب اسلامي د ۴۰۰ بندیانو د خلاصېدو لیست افغان حکومت ته سپارلی خو په دې اړه ټولې عدلي او قضایي څېړنې کېږي.

 

نوموړي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل له دې ډلې افغان حکومت یوازې د سیاسي بندیانو په تړاو اقدام کوي.

 

“د حزب اسلامي له خوا موږ ته د ۴۰۰ بندیانو لیست سپارل شوی دی چې د عدلي، قضایي او امنیتي ارګانونو له څېړنو وروسته به یې راپور جمهور رئیس ته سپارل کېږي، د منظم راپور له څېړلو وروسته به هغه بندیان چې په سیاسي ملحوظاتو بندي شوي، جنايي او نورو جرمونو کې ښکېل نه وي او د حق العبد دوسیې یې نه وي د خوشي کېدو په اړه به یې بیا جمهور رئیس اقدام کوي.”

 

د اکرم خپلواک په مشرۍ دې ګډې کمېټې د نږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه لیک د عملي کېدو په تړاو هڅې پیل کړي دي.

 

د افغان دولت او حزب اسلامي غړو له خوا جوړه شوې دا کمېټه له حزب اسلامي نه د تحریمونو لېرې کولو، پر دندو د هغوی د کدرونو ګمارلو، له زندانونو د حزب اسلامی بندیانو د خوشي کولو، د دوی د کډوالو راستنولو ته زمینې برابرولو او ګڼو نورو برخو ته کار کوي.

 

ښاغلی خپلواک وايي چې په دې ټولو برخو کې کار روان د،ی خو دی وایي چې د بندیانو خوشي کېدو ته ډېر کار شوی دی.

 

په عین حال کې د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي، که د حزب اسلامي د غوښتنې له مخې ځينې بندیان خوشي کېږي هغه باید حق العبدي جرایم ونه لري او باید په دې اړه پرېکړې یوازې محکمې وکړي.

 

د دغې سازمان مشر لعل ګل لعل ازادي راډيو ته وویل، که دا یوازې سیاسي مخالفین وي باید خوشي شي.

 

“که چېرته دا خلک د حق العبدي جرمونو مرتکبین وي نه یې قانون او نه یې څوک خلاصولای شي او نه یې خدای بخښي، خو که داسې دعوې ونه لري او په زندانونو کې په دې نوم چې سیاسي مخالفین دي پراته وي زه فکر کوم تر اوسه یې هم سیاسي حقونه نقض شوي دي او باید له عذره پرته خلاص شي تر څو هم سیاسي فعالیت وکړي او په خپله خاوره کې د اوسېدو حق ولري.”

 

له دې سره د حزب اسلامي د مرکچې پلاوي مشر او په ګډه کمېټه کې د دغه حزب استازی محمد امین کریم وايي، دوی په دې لیست کې شااوخوا څلور سوه هغه کسان چې دوسیې یې جنايي او حق العبد نه دي مشخص کړي دي.

 

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې په ورته یوه اقدام کې حزب اسلامي د دولت بندي شوي کسان وار د مخه ازاد کړي دي.

 

“موږ په هماغو لومړیو ورځو کې چې تفاهم لیک لاسلیک شو د دولت کسان چې له موږ سره په جبهو کې وو ازاد کړي دي، شمېره یې ډېره لږه وه او تر امر ثاني پورې له حزب اسلامي سره د بندیانو په حیث څوک نشته.”

 

هغه هیله لري چې دا پروسه به تر راتلونکو لسو ورځو پورې بشپړه شي.

 

د افغانستان د زندانانونو امنیتي مرستیال محمد عارف احمدي وايي چې دا مهال د افغانستان په زندانونو کې ټول شااوخوا ۲۸ زره بندیان موجود دي.

 

حزب اسلامي بیا وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې دا مهال شااوخوا۲۶۰۰ د حزب اسلامي کسان له افغان حکومت سره بندیان دي چې خلاصېدو ته یې کار روان دی.

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.