جمهوررئیس غني متحده عربي اماراتو ته تللی

 

 

 

دامریکا ږغ راډیو

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د جمعې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو د امیر په رسمي بلنه ” تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ” په کنفرانس کې د ګډون لپاره د متحده عربي اماراتو پلازمینې ابوظبۍ ته تللی دی.

 

د ارګ له خوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهوررئیس غني به د دغه سفر پر مهال دغه کنفرانس کې برخه والو ته د وینا کولو سربېرهد متحده عربي اماراتو د خپلواکۍ د ملي ورځې په ۴۵مې کلیزې په جشن کې هم ګډون وکړي.

 

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې جمهوررئیس محمد اشرف غني به پهمتحده عربي اماراتو کې دوه ورځې پاتې شي.

 

ښاغلي مینه پال وویل ” په ابوظبۍکې تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونود ملاتړ کنفرانس دی په هغه کې ګډون کوي او هم د متحده عربي اماراتو د خپلواکۍ د ملي ورځې په ۴۵مې کلیزې په جشن کې هم ګډون کوي”.

 

جمهوررئیس غني سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهوري ریاست سلاکار اجمل غني او د جمهوري ریاست ویاند محمدهارون چخانسوري هم ملتیا کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.