م.م. سږ کال تر ۵ لکه زیات افغانان په خپل هیواد کې بې ځایه شوي

 

 

 

 

تاند- ملګروملتو نن /دوشنبه/ وویل چې په ۲۰۱۶ م کال د افغانستان د جګړو له لاسه تر ۵ لکه زیات افغانان په خپل هیواد کې دننه د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

 

په داسي حال کې چې ژمی په رارسېدو دی مرستندویان د لکونو کورنیو بې ځایه شویو، چې سرپناه او خواړه نه لري، د ژوند په اړه ژوره اندېښنه لري.

 

ملګري ملتونه وايي، سږ کال د یکشنبې تر ورځې /د دسمبر۲۷/ پوري ۵۱۱۷۶۲ افغانان بې ځایه شوي دي.

 

د ملګروملتو په راپور کې همداراز ویل شوي چې له پاکستان څخه هم سږ کال تراوسه پوري ۶ لکه ۶۳ زره ۳۸۴ ناراجستر شوي افغانان بېرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

 

له دې سره په یو وخت پاکستان نن وویل چې سږ کال له دغه هیواده ۳ لکه ۸۰ زره ۴۵ راجستر شوي افغانان خپل هیواد ته بېرته ګرځېدلي دي.

 

دې دواړو په راروان ژمي کې په افغانستان کې د بشري ناورین خطر زیات کړی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.