د دوستم له لوري د یوه قومي مشر د وهلو پر ضد په شبرغان کې مظاهره وشوه

 

 

 

 

تاند- راپورونه وايي چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په جوزجان کې یو قومي مشر احمد ایشچي بد وهلی او بیا یې په خپل موټر کې نامعلوم لور ته بېولی دی.

 

د احمد ایشچي پلویانو له دې پېښې وروسته پرون /یکشنبه/ له دې په شبرغان کې د جنرال دوستم د کور مخته مظاهره وکړه چې د دوی په وینا دوستم او پلویانو یې د جمعې په ورځ له اوزلوبې وروسته ایشچي وواهه او بیا یې له ځان سره بېوه.

 

د جنرال دوستم په مشرۍ ملي جنبش وايي چې د ولسمشر لومړي مرستیال ښاغلي دوستم د جوزجان قومي مشر احمد ایشچي نه وهلی او نه یې بندي کړی دی.

 

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سیمې د اوسېدونکو او شاهدانو په قول په پرونۍ /یکشنبه/ ګڼه کې ویلي چې د چنرال دوستم ساتونکو له اوزلوبې وروسته لومړی ایشچي، چې د دوستنم په شان په خټه ازبیک دی، لومړی ډېر بد وواهه او بیا یې له ځان سره بېوه.

 

د ایشچي یوه خپل ګلاب خان ورځپاڼې ته ویلي«دوستم د بزکشۍ میدان ته راغی څو ګامونه یې واخیستل او بیا یې احمد ایشچي ته نارې کړې. له هغه سره یې څو دقیقې خبرې وکړې او بیا یې ناببره په سوک وواهه او له دې سره سم د دوستم ساتونکو د کلاشینکوف په قونداغونو پر هغه ګوزارونه وکړل، ډېر بد یې وواهه.»

 

نورو شاهدانو هم دې ته ورته څرګندونې نیویارک ټایمز ته کړي دي.

 

ځینو شاهدانو ویلي چې دوستم او ساتونکو یې ایشچي په زوره خپل مرمۍ ضد موټر ته واچاوه او نامعلوم لور ته یې بېوه.

 

د جوزجان والي لطف الله عزیزي ویلي چې د پېښې په مهال په کابل کې و خو له موضوع خبر دی مګر هڅه کوي چې حل یې کړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.