افغان پولیسو په تورخم کې ۱۰ ټنه چاودېدونکي مواد له ۲ پاکستانیانو سره ونیول

 

 

 

 

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د ننګرهار چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې تر ۱۰ زره ډېر چاودېدونکي مواد نیولي دي.

 

د کورنیو چارو وزارت نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا مواد افغان پولیسو په تورخم کې کشف کړل.

 

د کورنیو چارو وزارت وايي چې چاودېدونکي مواد په یوه لارۍ کې پټ کړای شوي و او په تړاو یې دوه پاکستانیان نیول شوي دي.

 

په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو سختدریځه ډله زیاته فعاله ده. په وروستیو ورځو کې په جلال اباد کې څو چاودنې وشوې.

 

د جلال اباد ښار په درو پر له پسې چاودنو کې، چې دوې ورځې وړاندې وشوې، ۶ تنه ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.