د کیوبا انقلابي رهبر فیډل کاسټرو مړ شو

 

 

 

 

 

د فیډل کاسټرو د مړینې خبر، د کیوبا په وخت د جمعې په ورځ ناوخته، د هغه ورور د کیوبا جمهوررئیس راول کاسټرو په دولتي تلویزیون کی وکړ.

 

راول کاسټرو وویل “د امریکا په قارې او نړۍ کې زموږ ملګرو ته، نن د نوامبر د میاشتی په ۲۵ نیټه د ماښام ۱۰ بجې او ۲۹ دقیقې، د کیوبا د انقلاب قوماندان او مشر فیډل کاسټرو مړ شو. د هغه مړی به وسوځول شي.”

 

ټاکل شوی کمیسیون به د شنبې په سهار د کیوبا د انقلاب موسس فیډل کاسټرو ته د درناوی د مراسمو د تنظیم اعلان وکړي.

 

فیډل کاسټرو د امریکا په قارې کې لومړی کمونستي نظام جوړ کړ. هغه په ۱۹۵۹ کال کې د کیوبا د هغه وخت د منتخب جمهوررئیس فولخینسو باوتیستا حکومت رانسکور کړ او د باوتیستا په څیر پخپله یو دیکتاتور شو.

 

هغه مهال چې فیډل کاسټرو قدرت په لاس کی واخیست نو هوانا ته په لسګونو زره کسان د هغه هرکلي ته ورغلل. خو، په عین وخت کې، په زرګونو نور کسان د هغه د ځپونکو پالیسو پخاطر د کیوبا نه وتښتیدل. ځینو کسانو خو خپلې کورنۍ او هر څه یې چې درلودل پریښودل او د کیوبا نه ووتل. په دغو پناه غوښتونکو کی ځینې داسې کسان هم وو چې متحده ایالتو ته د رسیدو نه مخکې په لاره کې مړه شول.

 

کاسټرو د ۱۹۵۹ کال نه تر ۱۹۷۶ کال پورې د کیوبا صدراعظم و او بیا د ۱۹۷۶ کال نه تر ۲۰۰۸ کال پورې د کیوبا جمهوررئیس شو. هغه ته د سوسیالیزم، او امپریالیزم ضد، د یو اتل په توګه کتل کیږي.

 

کاسټرو د ۱۹۶۱ کال نه بیا تر ۲۰۱۱ کاله پورې د کیوبا د کمونسټ ګوند عمومي منشي هم و.

 

د فیډل کاسټرو په وخت کې، په کیوبا کې د یوه ګوند واکمني وه. صنعت او تجارت د حکومت په انحصار کې وو او په ټول هیواد کې سوسیالستي اصلاحات عملي کیدل.

 

په کاسټرو باندې د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر انتقادونه هم کیږي.

 

امریکا د تیرکال د جولای په میاشت کې د کیوبا سره دیپلوماتیکي اړیکې له سره پیل کړي او جمهوررئیس باراک اوباما کیوبا ته سفر هم وکړ خو په کیوبا باندې اقتصادي بندیزونه اوس هم لا پر ځای پاتی دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.