د سولې شورا لپاره نوې ستراتیژي جوړه شوې

 

 

 

 

تاند- د افغانستان د سولې عالي شورا، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې او پخلاینې دنده په غاړه لري، وايي چې په خپل جوړښت کې د ښځینه غړیو د شمېر د زیاتولو ترڅنګ یو لړ نور تغییرات راولي.

 

د سولې شورا وايي، هغه وړاندیزونه عملي کوي چې په وروستیو کې د دې شورا په اړه په عمومي بحثونو کې مطرح شول.

 

د دوی په وینا په دغو وړاندیزونو کې یو دا دی چې د دې شورا د ښځینه غړیو شمېر زیات شي.

 

د دې شورا مرستیالې حبیبې سرابې ازادي رادیو ته وویل چې ستراتیژي جوړه شوې او په یوه میاشت کې به نهايي شي.

 

دا وایي چې په نوې ستراتیژي کې هڅه شوې چې ښځو ته زیاته ونډه ورکړای شي:

 

«موږ کوشش کړی  چې ښځو ته زیاته ونډه ورکړای شي، انټیګرېشن یا بیا ادغام په دې ستراتیژۍ کې نشته، هڅه شوې چې ولایتي کمېټې وړې او اغېزمنې شي، په ولایتي کمېټو کې استازیتوب د ولسوالیو پر اساس وي.

 

دې دا هم وویل چې د سولې د عالی شورا دارلانشا به یو څه کوچنۍ شي خو لوی تغییر به پکې رانه وړل شي.

 

اړون

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.