څار بنسټونه: کمېشنران دې د انتخاباتو مهالوېش معلوم کړي

 

 

 

دآزادی راډیو

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه د نویو کمېشنرانو له ګمارنې د هرکلي په ترڅ کې وايي، اړینه ده چې دوی باید د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو د انتخاباتو مهالوېش معلوم کړي.

 

د افغانستان ازادو او شفافو انتخاباتو بنسټ یا فیفا د پروګرامونو مشر نعیم اصغري د خط‎نو بنسټ او د افغانستان د ملي مشارکت مؤسسې له استازو سره یوځای د پنجشنبې په ورځ یوې خبري ناسته کې له نویو کمېشنرانو وغوښتل چې ژر تر ژره خپل کار پیل کړي.

 

ښاغلي اصغري زیاته کړه:

 

“له کومه چې له دې وروسته انتخاباتي اصلاحات نویو کمېشنرانو پورې اړه لري په دې برخه کې باید له نورو اړونده بنسټونو سره په همغږۍ او مشورې یوه ګټوره ستراتیژي جوړه شي او د انتخاباتو نېټه باید له خلکو سره شریکه شي.”

 

 

پر انتخاباتو د څار بنسټونه همداراز نویو کمېشنرانو ته ځیني وړاندیزونه هم لري.

 

شفاف او بې‌پري اقدامات، د هر ډول سیاسي مداخلې پر وړاندې درېدل، پر انتخاباتو د خلکو د باور ژوندي کول او له اړونده بنسټونو سره د کمېسیون د اړیکو ټینګښت، د رأی ورکوونکو د لېست ترتیب او په انتخاباتي کمېسیونونو کې د خالي پوستونو ډکول د دغه بنسټونو عمده غوښتنې دي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د همدې اوونۍ د سې شنبې په ورځ اووه تنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او پنځه نور د شکایتونو د کمېسیون د غړو په توګه د ولسمشر له لوري معرفي او په ارګ کې یې لوړه وکړه.

 

ولسمشر او اجرائیه رئیس د لوړې په دغو مراسمو کې وویل چې نوي کمېشنران باید په صداقت او بې‌طرفۍ سره د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو ته چمتووالی ونیسي.

 

ټاکل شوې وه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۴ کال په پسرلي کې وشي خو په انتخاباتي سیسټم کې د اصلاحاتو د نه‌عملي کېدو له امله دغه انتخابات تر اوسه نه‎دي شوي.

 

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایي، یوازې د انتخاباتي کمېسیونونو د غړو په معرفي کېدو سره انتخاباتو ته زمینه نه‌برابرېږي.

 

د مشرانو جرګې غړی فیصل سمیع وایي، اوس باید د بودجې، د انتخاباتو د امنیت د ټينګښت، د الکترونیکي تذکرو د وېش او په انتخاباتي اصلاحاتو باندې تمرکز وشي.

 

ښاغلي سمیع زیاته کړه:

 

“د انتخاباتي اصلاحاتو پر وړاندې یو لوی مشکل د نویو کمېشنرانو ټاکل وو، اوس چې دغه مسئله حل شوې خو نور مشکلات لکه د بودجې نشتوالی، امنیت او د الکترونیکي تذکرو نه‌وېش لاهم پر خپل ځای دي.”

 

له دې مخکې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال حسیب‌الله کلیمزي هم ویلي و چې نوي کمېشنران باید د انتخاباتو د څرنګوالي په هدف لومړی یوه طرح جوړه کړي.

 

د نوموړي په خبره، دغه طرح باید له نړیوالو معیارونو سره برابره وي او ژر تر ژره جمهوري ریاست ته ولېږل شي.

 

راپور: محمد حدیث پردېس

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.