دروژې دمبارکی مياشتي درارسېدوله امله دمبارکی پيغام

 

سويډن – دمالمو ښار

د۲۰۱۵زکال دجولاي ۱۷

دروژې دمبارکی مياشتي درارسېدوله امله دمبارکی پيغام

 

 

هموطنان متدين و مسلمان افغانستان عزيز:

انجمن فرهنگی دوستی درسويدن بهترين وصميمانه ترين تبريکات وتمنيات نيک ويش رابه مناسبت حلول ماه مبارک وپرميمنت رمضان بشما وکافه ملت غيورومسلمان افغان دهرکنج وکناردنياکه هستيد تقديم داشته وازدربار خداوندمتعال استدعامينمايم تابه به برکت اين ماه مبارک امنيت وصلح سراسري درکشورجنگزده ماعنايت فرمايند.

درنوهيوادوالو،سپېڅلومسلمانو، متدینو او پتمنو وطندارانو!

تاسوټولوته دنړۍ په هرگوټ کښي چي ياست  په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب  تاسوشرافتمندواوزورېدلوافغانانو،ستاسو درنوکورنيواوټولواړوندانوته دنړۍ په هرگوټ کښي  چې اوسېږۍ د روژې ددې  مبارکي اونېکمرغې مياشتې درارسېدوله امله  دزړه له کومې مبارکی اونېکې  هېلې وړاندي کوو. 

دلوي څښتن له درباره غواړم چي دامبارکه اوله الاهی حکمتونونه ډکه مياشت زموږدټولوهيوادوالولپاره نه يوازي دطاعتونواوعبادتونومياشت بلکې پدې مبارکه مياشت کښي موږ دهمدې اسلامی اوبشری وروگلوی په برکت په دې جگړه ځپلې هيوادلپاره دسولي اوثبات راوستونېکمرغه مياشت وگرځی .

له بده مرغه موږ چې  همدا اوس ورته گوروپه اوسنيوشرايطواودنامعلوم سياسي بهيرپدې تياره  درشل کي دټول هيواد په کچه اوسنۍ سياسي بهيرله مختلفوچلنجونو، گډوډيو او گواښونو سره مخامخ  بولو.

له يوې خوادافغان په نامه په کوردننه اوله بلې خواله افغانستان نه بهردگاونډيوهيوادونوله چاپيريال اوددوي په هڅونې دهغوډلواوتنظيمونوترمنځ چې غواړي دافغانستان په راتلونکي سياسي بهيرکښي مطرح اوسي گواښونه اوگوت څنډنې دملي يوالي اودملي وحدت په روحيه يوې روښانه راتلونکي ته درسېدواميدونه له نااميديوسره مخامخ کوي اودبلې خواداشوړېدلې دولتي اداری جوړ جاړی کسانواودلوداستازولخوا چې هم دولتي لوړپوړي چارواکي دي اوهم دبل په هدايت ځانونه اپوزېسيون راپېژنې په شتون کښي،دملي مسوليتونوپه وړاندي بې مسوليتي،دسياسي ډلواوټپلو لخوا دملي ناروين اوناخوالودپروسې  له ليري نه ننداره  زموږ له هيوادوال نه يوازي  له خوښيواوخوشحاليونه محروم کړي بلکې دغه ډول عبادت لکه دمبارکي روژې نيول چي بايد دخپلې کورنۍ دغړوسره ئې په ارامه اوخوشحاله فضا کښي ترسره کړي هم محروم کړي .زموږ ولس له يوې خواپه ډوډۍ پوري حيران دی،له غريبۍ اوخوارۍ نه ئي چيغې آسمان  ته پورته کيږي، دبلې خواهره شېبه دقدرت دتږوترمنځ اوپاکستان ايران روزل سوو لخوادوسلې اوواسکټونوداستعمال له ډارنه ځان مسون اوساتلی نه بولي، عبادت له پرېشانيواوغمونوسره يوځاي  ترسره کوي . 

ددې ټولوملي ناخوالوترڅنگ چي په افغانستان کښي سوله او ثبات  د يولړ ټولنيزو اوسياسي چلنجونواوگواښونوسره مخامخ ده،موږ هيله مند يوچي يوه ورځ ددې غمځپلي ولس دکور دروازه دخوښيو اوسوکاليو پيغام  وروټکوي .   

تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دروژې ددې مبارکی اوله فضيلتونونه ډکې مياشتي په مناسبت يوځل بيا دمبارکيو اونېکوهيلوپه وړاندي کولوسره ددې نېک مرغي مياشتي په برکت د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه دخوښ، نېکمرغه  ، خوشحاله اوپه دايمی سوله کي  ژوند هیله کوو . 

دلوې څښتن له دربارنه غوښتنه لوو چي زموږ اوستاسې عبادت اوطاعت په خپل دربار کښې قبول اودهمدې طاعت اوعبادت په برکت،ددې غمځپلې اودجگړوپه اورکې وريت سوی افغان  ولس  سوله ،ثبات اوښيرازه ژوندپه نصيب سي . 

دالله تعالی  دربارته لاسونه لپه کوو چې دې ددې مقدسو اوله برکتونونه ډکو ورځو اوعباداتو په برکت افغانستان او زموږ مظلوم ولس  ددې زورونکی  اوبوږنوونکی ژوندڅخه نجات ورکړي .

زموږ فرهنگی ټولنه  ديوه بشری اوانسانی ټولنيز سازمان په توگه په جگړه کښي دټولوښکېلوخواوونه په کلکه غوښتنه لري چي دروژې مبارکي  اومقدسی مياشتي ته ددرناوی په خاطر پدې مياشت کې دوسلوداستعمال نه جدی ډډه وکړي اوددې مبارکي مياشتي دفضلت اوبرکتونونه په استفادې سره په گران افغانستان کښي دتل پاتي سولي ،ثبات ، دافغان زورېدلي ولس دغمونواوزورنې دختمېدوپه خاطر يودبل پر وړاندي په پوره صداقت اوايمانداری سره دسوله ايزو او جوړونکوخبرودروازې پرانيزي .

اميدواريوچي زموږ  ددې شاهدان اوسو چې زورېدلی اوغمځپلۍ ولس  يوه ورځ ديوخپلواک  اوسوکاله افغانستان  په توگه ،چي عام وگړي ئې پرخپلو پښو ولاړ اودنړيوالوسره د ژوند په ټولواړخونوکښي دسالمو اوجوړونکو سياليو اوگډوهمکاريوجوگه اوسوی  .

دلوي څښتن له دربارنه هيله منديوچي موږ ته هدايت اوتوفيق را کړي ترڅوموږ افغانانو پخپله دیووالي  اوملي تفاهم په روحيه اومسوليت منلوسره دسرفرازی او بريالتوب ورستيو مرحلوته ورسېږو .امین یارب العالمین

په سويډون کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگو په استازيتوب

حبيب الله غمخور

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.