د قدرت لیونی

 

سمیع الدین افغانی 

۱۴ – ۵ – ۲۰۱۵  م ۰ کال

 

چې د دین په نوم وطن او هم  ایمان خرڅوی

 

دا د قدرت لیونی ځکه  خپل  وجدان خرڅوی

 دوئ د هستی مفهوم په مکر او دوکو کې وینی

 

دی بې خبره له دې رازه چې خپل  شان خرڅوی

 

 

وی منافق چې په زړه یو په خوله کې بله وایی

 

دوئ د لعنت په تله ځان په لوی شیطان خرڅوی

 

 

لویه ګناه ده چې د دین په نوم دوکه کوی څوک

 

 دا دون صفته  مو هستی په سپین میدان  خرڅوی

 

 

 په هر مجلس کې  کړی د عدل او انصاف خبرې

 

که لاس یې برشی د نیکه نوم او نشان خرڅوی

 

 

 

تل په دوکو او چلو ول کاذب شهرت لری دوئ

 

پرون منکروه  نن د پاک  دین پیروان خرڅوی

 

خپل شوم مقصد وررسیدو ته  دوئ فتنې زیږوی

 

صرف دیو څو پیسو بدل کې مسلمان  خرڅوی

 

دوطن مینه دوئ کې نه شته نه انصاف لری دوئ

 

دا شرمیدلی زمونږ ګران  افغانستان  خرڅوی

 

 

افغانی پوه یمه پدې چې مخ تورن به وی تل

 

چې په دوکه، فریب څوک کور دهر افغان خرڅوی

———————– 

سمیع الدین افغانی

۱۴ – ۵ – ۲۰۱۵

 م ۰ کال

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.