د ښځو د نړیوالي ورځي په پلمه

 

                    حاجي محمد نوزادي  

              ایښمه

هغه د اوړي لنډکۍ شېبه مي ،

سپیني سپوږمۍ په ماښام ،

د کله کله په شان ،

نن بیا خاطر ته راغله :

هغه چي ته ،

لکه پسرلي په موسم ،

بس یوه ایښمه راغلې .

راته پر ټول وجود مي ،

له تند بارانه سره ،

و اورېدې ، و اورېدې .

بیا مي د ویني سره ،

د زړه رګو کي تاو  سوې .

او د لمر څرک نه وړاندي ،

تُندي برېښنا  په وزر   ،

له ما  نه والوتلې ،

زه خو هیڅ پوه نه سومه ،

چي ته کوم  لورته ولاړې .

ډیره موده تیره سوه ،

وروسته خبر سوم پدې ،

چي په غلطه پته ،

و  پردي کور ته ولاړې .

خو    ،

زُما  پر شنه اسمان دي ،

له هغې ایښمي څخه ،

هغه خواږه  ګړځونه ،

خدایږو  اوس هم پاته دي .

                             ډنمارک ــــ ۸  /  مارچ  /  ۲۰۱۵ ( د ښځو نړیواله ورځ )

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.