ا فغــــــا نــــان په ا ستـــــــرا لیا کی

په عمومی توګه په دو مرحلو کی ا فغان استرالیا ته راغلی دی لومړ مرحله په کا ل۱۸۴۴ کی شروع سوه دوهمه مرحله په کال ۱۹۸۰ کی شروع سو چه تر اوسه دوام لری…

لمړی مر حله

 

 

کله چه په ۱۷۸۸ کی استرالېا د ارپایانو له خوا اشغال سوه نو د جهان د هر کنج څخه مختلف ملیتونه را غله او په استرالیا کی میشته شول پس له اروپایان څخه د آ سیا او ارام سمندر د جزایرو څخه مختلف اقوام راغله او په استرالیا کې ېې هستوګنه اختیار کړه. په ۱۹ پیړی کی کله چه مها جرین آ سترا لیا ته را غله په سا حلی بر خو کی هستو ګنه کو له نو په دغه سبب د آ سترالیا نوری بر خی په خاص ډول مرکزی برخی چاته نه وی معلو می. غټ مشکل د لمړی مها جر ینود پاره چه غو ښتل یی آسترالیا کشف کړی دا وه چه دوی نه پو هیده چه څه ډول ترانسپورتی و سایل استعمال کړی ځکه دوی آسان او غویان استعمال کړه مګر مثبته نتجه یی لاس ته نه راوړه ځکه ۷۰٪ د ښتی وی او دی نه پو هیدل چه څه وکړی په پای کی په کال ۱۸۶۰ کی دا تصصیم و نیول سو چه اوښان آسترالیا ته راولی په دی تصصم کی هغه کسان شامل وه چه په هندوستان او اوسنی پاکستان کی یی عسکری وظیفه اجرا کړی وه او پس له تقاعد څخه په آسترالیا کی ژوند کاوه دغه کسانو په دی اړه زېاته تجر به درلوده چه څنګه په صحرا کی افغانانو بلو څانو د او ښانو څخه استفاده کو له اود ما لو کاروانونه هندوستان او نورو منا طقو ته انتقالول او په ټول اسیا کی به ګرځیدل. 

 

د هغه جملی څخه یو هم لندیلس landells وه نوموړی په ۱۸۴۲ آستالېا ته را غلی او په مېلبورن کی ېې ژوند کاوه نوموړی د افغان انګلېس په لمړی جنګ کی په پېشاور که وه Landells چه مکمل نوم یی George James Landells دی د مخه تر دی چه استرا لیا ته راسی د او ښانو په وا سطه د کراچی څخه تر پېښاور پوری تللی وه 

 

په کال ۱۸۵۹ د جنوری په میاشت کی د وېکتوریا ایالت تصمیم ونیوې چه او ښان راولی چه په کال ۱۸۶۰ کی ۲۴ اوښان او دری کسه افغانان ویکتوریا ایالت ته را واستول سوه اودغه اوښان ېې د او سنی پارلمان انګړ ته بوتله چه خلګ یی تما شا وکړی دا هم دېادونې وړده چه د هر ۶ اوښانو د پاره یو افغان په ګمارل سوی وه چه یودهغو ځخه دکندهاراوسېدونکې دوست محمد وو دوه نور یی د بلوچستان ځخه د بلوځان په نا مه ثبت شوی دی. دیادونی وړ ده دوی هغه افغانان را وستل چه د انګریزانو سره په عسکرکې وه اود اږده خدمت سابقه یی درلوده دا لمړی ځل و ه چه دحکومت په مرسته افغانان او اوښان استرا لیاته راغلل پس له هغه ټوله د شخصې تجارانو له خوا را وستل شوی دی 

 

افغانان لمړی مسلمانان وه چه آ سترالیا ته راغله اود لمړی ځل د پاره دوی د محمدی (ص) ناره په استرالیا کی پورته کړه او کله چه ځای پر ځای شول نو ې مسجېدونه جوړ کرل چه اسار یی لا تر اوسه پوری موجود د ی افغانانو خپل کلتور،عنعنات اودودونه یی وساتل د مثال په تو ګه دوی لنګوته تړله په ژمی کی ېې پوستین ا غوسته او چاروغی یی په پښو کولی مګر وروسته دوی چاروغی په بو ټو تبدیلی کړی دا نده معلمومه چه ولی دوی داکار وکړ مګر داسی ګمان کیږی چه دوی ته دا امکان نه وه چه چاروغی جوړی کړی خــــواړه افغانان چه کله آسترالیا ته راغلل نو څنګه چه په خپل هېواد کی روزل شوی وه خپله ډوډی یی خپله پخول دوې هڅه کوله چه حلاله ډوډی وخورې نو همیشه یی کباب، ښوروا او وریجی پخولی او دنورو ځاېو دخوړلو موادېې نه خوړل کله چه داسترلېا تجاران ددوی په عادت خبر سول نو الکول اونوردخوړلو مواد دوی ته ورکول چه انتقال یی کړی ځکه هغوې چه مسلمان نه ددوې الکهول به ېې چښل او په بوتلوکې به ېې دالکولوپرځاې اوبه ور اچولی همدارنګه دهغوې دخوړلو مواد به یی خوړل چه بېا وروسته به ېې تجارانو ته وېل چه هغه پر لاری د بینه و لاړل مګر افغانان نو به دا ټول شیان سم رسول او نه به بیځایه کیده ټول شیان خپل په وخت سره رسیده په همدې وجه تجارانو خپل مالونه وافغانانو ته ورکول جه دېوځاې ځخه بل ځاې ته انتفال کړې

 

 

ا حصــا یـــه

 

 

یوه دقېقه ا حصاېه د افغانانو په باره کی چه اول استرلېا ته راغلی دی وجود نلرې ځکه په هغه وخت کی یوازی د اوښانو ا حصایه اخیستل کیدل مګر د افغانانو ا حصاییه نه اخیستل کیدل داسی تخمین کیږی چه په کال ۱۸۹۵ تقریبا دری زره ا فغانان ژوند کاوه او همدارنګه ۱۵۰۰ اوښان په جنوبی آسترالیا کی ۵۰۰ په نیو سوتولېز او ۴۰۰۰ اوښان په غربی استرالیا کی مو جود وه

 

 

افغانان او د دوی رول په آسترالیا کی

 

 

ا فغا نانو په لاندی پروژو کی فعاله ونډه اخیستی ده اول د تلګراف لین پدی پروژه کی افغانانو فعاله ونډه درلوده د مخه دکال ۱۸۷۰ کال یوا ځنی ارتباطې د آسترالیا او اروپا په مابین کی مېا شتنی پوسته وه د تلګراف لین چه د پورت ا ګوستاPort Augusta South Austalia تر داروین پوری د ا فغانانو په مرسته جوړ او استرالیا یی د اروپا سره تماس ورکړ په دی پروژه کی ډیر افغانونو بر خه در لوده یوا ځی د لته ده دو کسانو نو اخلم فیض محمد او تاج محمد چه دواړه وړونه وه د جمادار په حیث یی کار کاوه دواړه ورونه په اوسنی پاکستنان کی هم د تلګراف پر لین کار کړی وه دوهم انکشا فات ا فغانانوبپه ټو لو انکشا فی سفرو نو که بر خه ا خیستی ده د مثال په توګه کله چه William Gossګروپ په مرکزی استرالیا کې په اکتشا فی کارو بخت وه دوې د اوبو په مشکلاتو ا خته سول نو Goss او کامران چه یو افغانان وه د اوبو د پیدا کو لو پسی ووتل او نور ګروپ په کمپ کی پاته سول پسله ډیرو ګرځیدو دوی

 

د Uluru تپه چه په مرکزی استرالیا کی واقع ده او هغهRock Ayers په نامه یادېږې پیدا کړه دا لمړی سپېن پوستی وه چه هلته وختل باید وویل شی چه دوې لځې پښې هلته ولاړه همدارنګه افغانان په لاندی پروژو کی هم برخه اخیستی ده انتقلات معد نیات او نور

 

دوهمه مرحله

 

 

دوهمه مرحله په کال ۱۹۸۰ کی شروع سو چه تر اوسه دوام لری

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.