غفور لېوال معصومې ملالۍ یوسفزۍ ته یوه پټه خوله دعا

 

 

بیرغ او ډیوه 

دسواتۍ ملالې سپینه غاړه سره شوه 

یوه سره ګولۍ په ګلو کې سړه شوه 

 

ډز شو، ډزسره دره کې انګازې شوې 

دملالې سلګۍ عرش کې اوازې شوې 

 

دملالې لاس نه لویږي کتابونه 

له دې شرمه ګوره! ریږدي دسوات غرونه 

 

د ملالې وینو رنګ کړې سپینې پاڼې

په لړزه شولې ګورګورې او مماڼې

 

د ملالې خولګۍ وچه وچه کیږي 

لکه ژبه د‌ډيوې باد ته رپیږي 

 

د ملالې څاڅکي څاڅکي وینه تویې 

نن ماښام ستورو ته لاس پورته کړه مورې 

 

له هر څاڅکي به یې زیږي زر لمرونه 

پرې تودیږي به کتاب ته ناستې نجونه 

 

د میوند ملالې توغ ته دې سلام دی 

ستابچو باندې اوس هم علم حرام دی

 

پښتنو غرونو کې ګرځي یوه څړیکه 

د هغې ده که ددې ملالې کړیکه 

 

یوه وتې دوطن بیرغ په ننګه 

د دې بلې کتابونه دي تر څنګه 

 

په دې ولس کې خدای پیدا کړې دوې ملالې 

د وطن او پوهې ځلنده مشالې 

 

ملالۍ د وینو څاڅکي دې غمي شه 

دوښمنان دې ورته دود شه سپیلني شه 

 

لاس دې راکړه چې دلمر کلي ته ولاړ شو

د دې ولس دویښتابه څلي ته ولاړ شو

 

یوه نه ، زر ملالۍ به راپسې شي

پرې رڼا به دکابل اوسوات شیبې شي 

 

لاس دې راکړه چې دلمر کلي ته ولاړ شو

د دې ولس د ویښتابه څلي ته ولاړ شو

 
خواندن 642 دفعه

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.