باور / سهیلا حسرت نظیمی
راز د تقدس مي د چا سترگو كې ليدلی دی
څه به اعتماد وي نور خو ځان مې تير ايستلی دی
مزی د باور چې مې د چا لاس كې وركړی وو
سر يې ترينه ورك دی څو څو ځايه يې شلولی دی
«شيخ ډيوه په لاس بيگا په كلي گرځيده كول
ديو او دد يې نه غوښته انسان يې لتولی دی
چا ورته ويلي وو چې چيرې به مونده نشی
ويل چې مونده نشي هم هغه مې پلتلی دی»
ځم چې د تيارو مزل يوازې تجربه كړمه
نور دغه څراغ زما له سترگو نه لويدلی دی
سهیلا حسرت نظیمی
25.12.2012
نظرات بسته شده است.