د افغانستان غمیزه او سیاسي گوندونه / ډاکتر سيد احمد ماموند

 

 

د هېواد تاریخ پوهان، ملي او ژور فکر کوونکي وطنوال په دې اند دي چې د افغانستان غمیزه په ۱۳۵۲ ه.ش کال کې د سردار محمد داود خان په پوځي کودتا سره پیل او د هرې راتلونکي سیاسي واکمنۍ او رژیمونو په بدلېدلو او په تيره بيا د شوروي او امريکا د يرغلونو سره يې  نوي، پراخ او لا نوي او لا پراخ ابعاد پیدا کړي دي.

ښکاره ده چې هره ټولنیزه پدیده او پروسه د علتونو سر بیره عاملین هم لري. د لیکنې موخه دا نه ده چې غمیزه ولې او څنگه منځ ته راغلې ده، بلکې دا ده چې د غمیزې عاملینو (بهرني اوکورني)او هغه هم کورني عاملین چې په ټولیزه کې سیاسي گوندونه دي، د هغوی د رول په اړوند لنډ ټکي وړاندې کړم؛ دا ځکه چې یو ډېر شمېر رون اندي او په تېره بیا پخپله سیاسي گوندونه داسې انگېري چې گواکې یوا ‎زې همدوی دي چې خلکو ته لوري ورکولی شي، نېکمرغې او سوکالي ورته راوړي شي او د هېواد ملي گټې خوندې کولی شي. دا ډول نظرد نړۍ د نورو هېوادونو اکثریت گوندونو په اړوند سم دی ، خو په ټولیزه کې د افغانستان د سیاسي گوندونو په اړوند ډېر سم نه دی. دا رښتیا ده چې افغانستان د خاصو هېواد دی او ډېر شیان په کې په خاص ډول صورت مومي. نو زمونږ د هېواد د سیاسي گوندونو کړنې او رول هم د نړۍ د نورو هېوادونو د سیاسي گوندونو په پرتله خاص دی.

 

تر هر څه د مخه دا څو ټکي باید روښانه کړم: اول دا چې ملي خیانت یوازې یو څو گوندونو تر سره کړی او دویم دا چې خیانتونه او جنایتونه د اړونده گوندونو محدودو کسانو او کړیو سر ته رسولي دي، نه دا چې د گوندونو اکثریت غړو، بلکې د گوندونو د اکثریت غړو د وجود څخه ناوړه گټه اخیستل شوې ده.

 

_ په افغانستان کې سیاسي گوندونه که څه هغه د سړې جگړې په وخت او که څه اوس د امریکا او د هغې د پوځي ټلوالې د نیواک په موده کې جوړ شوي دي، دېر یې د بهرنیانو په اشاره جوړ او د هغوی د اقتصادي، سیاسي او ان پوځي ملاتړ څخه برخمن و او دي، چې په پاکستان او ایران کې جوړ شوي سیاسي- مذهبي گوندونه او د ټولنیزو رسنیو د معلوماتو له مخې د سیا CIAله خوا د حق او عدالت په نوم گوند سره مالي مرستې یې څرگندې بېلگې دي؛ نو ځکه خو هېڅ شک نه پاتې کېږي چې د هېواد سیاسي گوندونه په شکل د شکلونو او په یوه او بله کچه د پردیو گټو ته وفادار نه وي.

_ د پخواني شوروي اتحاد د نیواک په مهال سیاسي گوندونه په دوو مختلفو سنگرونو کې ولاړ وو. د پرچم ډلې په سروالۍ د افغانستان د خلکو دموکراتیک گوند د نیواکگر شوروي اتحاد تر څنگ ولاړ و او بل لور ته د مجاهدینو په نامه زیات شمېر گوندونو شاته د نړۍ ډېر شمېر هېوادونه په ښکاره ولاړ وو. اوس د امریکایی نیواک په مهال یوڅه توپیر موجود دی او هغه دا چې نیواکگر هم یو نه بلکې یوه ټلواله ده  او تر څنگ یې هم یو گوند نه بلکې د نورو گوندونو مخکې د پرونیو مجاهدینو زیات شمېر گوندونه په لومړۍ لیکه کې ورسره ولاړ دي او د وسله والو مخالفینو (مقاومت) تر شا محدود شمېر هېوادونه او هغه هم په پټه ولاړ دي.

 

_ په افغانستان کې د سیاسي گوندونو په وجود کې زمونړ ټولنه د بهرنیو مختلفو ایډیالوژې گانو لکه سوسیالیزم، مائویزم، اخوانیزم، خمینیزم، نیولیبرالیزم … د ټکرونو ډکر شوه او د افغانیزم او وطنپالي روحیه کمزورې شوه.

 

(۲)

_ په هېواد کې د سیاسي گوندونو په وجود کې د قبیلوې ټولنې مل مرضونو برسیره سیاسي   دښمنۍ، پردۍ پالنه، جفا، ملي خیانت او وطن پلورنه هم وراضافه شول. دسیاسي گوندونو تر منځ د واک په سر بېرحمه جگړې، ډله یزې وژنې، د خلکو په سرونو کې مېخونه وهل، په کانتینرونو کې د خلکو وژل، د ببرک کارمل په مشرۍ د پرچم ډلې او یو څو خلقیانو په وجود کې د پخواني شوروي اتحاد یرغل او نیواک او همدارنکه د امریکا او د هغې د پوځي متحدینو د یرغل او نیواک په مهال د اویا (۷۰) میلونو ډالرو په بدل کې د پلیو ځواکونو په توگه د شمال ټلوالۍ کارول د وطن پلورني او ملي خیانت انکار نه کېدونکي واقعیتونه او د هېواد د تاریخ تور داغونه دي.

 

د همدغو تورو کړنو په ترڅ کې زمونړ خلک او ولس په خطرناکه توگه وویشل شو. په دې ویش کې سیاسي گوندونو او سیاستوالو د خپل ملت سره مشترکات (ملي گټو او ملي ارزښتونو ته وفادارې) له لاسه ورکړل او خینې خو یې دومره د خپل هېواد او تاریخ سره پردي شول چې اوس خپل حال او راتلونکی بېخې د پردیو د شتون سره تړلی گڼي.

 

_ په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان خلک د سیاسي گوندونو، تکنوکراتانو، جنگ سالارانو او دولت له خوا یو ډول برمته دي، څوک یې د خپلو شخصي او ډلو د گټو او څوک یې هم د پردیو د گټو تآمینولو دپاره په ناوړه توگه استعمالوي.

 

هېواد مو د ډېرو بهرنیو هېوادونو د څارگرو شبکو د فعالیتونو په مرکز بدل شوی دی. همدغه وجې دي چې افغن ولس د پخوا وختونو په څیر د ملي مسئلوپه اړوند گډ او غوڅ عمل کولای نه شي.

 

_ د سیاسي گوندونو یووالی، اتحاد او ائتلافونه اکثرآ د بهرنیانو په اشاره او تر هر څه د مخه د سیاسي واک د لاسته راوړلو او یا په واک کې د ونډې د تر لاسه کولو په نیت شوي دي او کېږي، نه دا چې د ملي مسئلو د اوارولو په خاطر. همدغه وجه ده چې دغه ډول یووالی، اتحاد او ائتلافونه ډېر ژر بېرته له منځه تللي دي. په ۱۳۵۶ ه.ش کال کې د شوروي اتحاد په اشاره د افغانستان د خلکو دموکراتیک گوند د خلک او پرچم اړخونو یووالی، په ۱۳۷۱ ه.ش کال کې د افغانستان په اړوند د ملگرو ملتونو د سولې پروگرام د شنډولو لپاره د پرچمیانو د کارمل ډلې او شمال ټلوالې (البته د ایران، روس… په اشاره ) او د جبل سراج تړون بیا وروسته د نورو ائتلافونو جوړېدل او له منځه تلل یې څرگندې بېلگې دي.

 

_ په اوس وخت کې د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله په افغانستان کې سیاسي گوندونه ډېر دي، خو گوندیتوب یې په ډېره ټیټه کچه دی. سیاسي گوندونه خپل گوندیتوب د خلکو په هڅولو، لارښوونه او لوري ورکولو سره تثبیتوي، خو په هېواد کې موجود سیاسي گوندونه یوازې د صادرشوې امریکایی دموکراسۍ ممثلتوب کوي او د یوې غوړې مړۍ چې څوک به یې د کومې خوا په خوله کې ورکړي د انتظار اوږدې شپې او ورځې تېروي. په هېواد کې د روان ناورین د پای ته رسولو په موخه یې هېڅ د پام وړ گام ندی پورته کړی او په هېڅ مصیبت او افت کې چې د هرې خوا په خلکو نازلېږي دخپلو خلکو تر څنگ ندي درېدلي او کوم غبرگون یې ندی ښودلی. په لسگونو ځله د نیواکگرو ځواکونو له خوا د بې گناه افغانانوبمبارۍ، وژنې . نیونې او په تېره بیا د پښتنو ژنوساید، د هېواد په پولو د گاونډیانو تېریو او توغندیو اورولو، د هرې خوا کلتوري یرغلونو او د امریکا سره د زیانمن امنیتی تړون په اړوند چپه خوله او بې توپېره پاتې کېدل یې ژوندۍ بېلگې دي.

 

ځینې سکتاریستي او پردي پال گوندونه او کړۍ لکه لطیف پدرام، محقق او عطا محمد(نور) خو په ډېره سپین سترگۍ د لویدیځه صادر شوې دموکراسۍ په جامه کې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي (۳)   هویت ضد ښکاره فعالیتونه کوي، چې نه یې فاسد گوډاگی دولت په فعالیتونو کوم بندیز لگوي  او نه هم تش په نامه ملي او دموکرات گوندونه د هغوی دغه ملي ضد فعالیتونه رسوا او غندي.

 

د یو دولت او گوند په اړه د قضاوت معیار یوازې دا ندی چې دوی څه ډول موخې او ارادې لري، بلکې اریز (اصلي) معیار دادی چې د دوی کړنې څه ډول دي، په څرنگه وسیلو سره خپلې موخې تر لاسه کوي او د کړنو پایلې یې څه شی دي.

پورتنیو ذکر شوو واقعیتونو ته په کتو سره که په افغانستان کې د سیاسي گوندونو منځ ته راتگ، د کړنو طرز او وسیلې او د کړنو پالې د ملي گټو او ارښتونو په تله کې وتلو، نو مونږ یې منو او که یې نه منو، داروښانه ده چې په افغانستان کې د سیاسي گوندونو په وجود کې هېواد ته د گټې پر ځای ډېر لوی نه جبرانیدونکي تاوانونه اوښتي دي. په همدغه وجه زما په اند د سیاسي گوندونو شتون په ټولیزه کې په خپله یوه لویه پوښتنه ؟ ده. رښتیا دا دي چې په وروستیو دولسو کلونو کې ټولنیزو چوړښتونو(مدني او کلتوري ټولنې ، جرگې …) دظلم ، ناروا ، کلتوري او پوځي یرغلونو په وړاندې او په ټولیزه کې د ملي مسئلو په اړوند فعال مثبت غبرگون ښودلی دی، نه دا چې سیاسي گوندونو. لازمه ده چې گوندونه یو رښتینی مثبت بدلون وکړي. یو عالم وایې که انساني ښیگڼې د محیط تابع وي نو محیط باید تابع او انساني شي. زه وایم که د هېواد د روانې غمیزې له منځه وړل، د هېواد سوکالي، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا د سیاسي گوندونو په شتون پورې تړلی وي نو گوندونه باید تر هرڅه د مخه ملي شي. ملي یوازې په دې مفهوم نه چې په بهرنیو شبکو پورې تړلي نه وي بلکې ډېره اړینه ده چې فکر او کړنې یې ملي شي.

 

همدا رنگه غواړم چې یو بل مهم ټکی هم څرگند کړم او هغه دا چې هېڅ یو سیاسي گوند نه په یوازې توگه او نه هم د کوم ائتلاف او یا جبهې له لارې کولای شي چې د  افغانستان روانه غمیزه او ملي بحران پای ته ورسوي. دغه بحران ته یوازې د ملي زعامت په وجود کې د پای ټکی ایښودل کېدای شي، نو ځکه د ملي زعامت جوړول یو ډېر اړین کار دی. ملي زعامت به یو کس نه بلکې په یوه لازمه شمېره یوه محدوده ډله وي. کېدای شۍ چې د هېواد دننه او بهر وتلي او رښتیني وطنپال نا پیلي او ملي شخصیتونه، قومي مشران،روحانیون،عالمان، دموجودو جرگو، شوراگانو، مدني او کلتوري ټولنو، سیاسي گوندونو او وسله والو مخالفینو (طالبان او د حکمتیار په مشرۍ اسلامي گوند) استازي د جلا،جلا غونډو(په بهرنیو ملکونو او د هېواد دننه ولایتونو کې) او بیا د ټاکل شوو استازو د گډې غونډې له لارې چې هر گډونوال یې یوه مساوي رایه لري د ملي زعامت (مشرتابه) جوړولو لپاره اغیزمن عملي گامونه پورته کړي. زما په اند کېدای شي چې په افغانانو باندې د بهرنیانو له خوا تپل شوې جکړې سوله ایز حل او ورسره مل د نړیوالې ټولنې له خوا د اقتصادي، سیاسي مرستو، په وسلو، پوځي تخنیک او تجهیزاتو د وسله والو ځواکونو د سمبالولو ژمنې، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د بهرنیو په تېره بیا د گاونډیو هېوادونو د تېري او لاسوهنو د مخنیوي ډاډ او تضمین، د افغانستان څخه د بهرنیو پوځي ځواکونو بشپړ وتل او د نیواک پای ته رسول، د هېواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا، د ډیورنډ د کرغیړنې کرښې د له منځه وړلو او د لر او بر پښتنو د یو کېدلو او د غښتلي مرکزي دولت جوړولو مسئلې د ملي زعامت د ملي طرحې اریز ټکي اوسي. په اوسنیو خاصو شرایطو کې همدغه ډول ټکي د ملیتوب د عناصرو مهمه برخه جوړوي.

 

         په درنښت. 

 

د خپلواک، لوی، اباد او غښتلي افغانستان په هیله.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.